تازه خبرونه
کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته چمتووالی څرګند کړ
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د څلور دېرش ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې معلومات یې زیرمه کړي او اوس د اووه ولایتونو پر تخنیکي راپورونو غور روان دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ ویلي؛ یوه ډله هڅه کوي، چې ټاکنو کمیسیون ته د لومړنیو پایلو د څرنګوالي په اړه ګزارش وړاندې کړي او ټاکنو خپلواک کمیسیون، چې څومره ژر پرېکړه وکړه؛ ورسره سم به پایلې هم اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړيو ويلي؛ که په راپورونو کې له تخنیکي پلوه ستونزې نه وي، د شنبې پر شپه به پایلې اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی محمد حنیف دانشیار ویلي، چې د لومړنیو پایلو د اعلام په اړه د خلکو پر اندېښنو پوهیږو. که د دارالانشا په ګزارش کې ستونزه نه وي، نن شپه پایلې په ډاګه کیږي.
دغه راز د ثبات او همپالنې ډلې وار له مخه ویلي، چې دغه پایلې دوی ته د منلو ندي.
د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته به د ټاکنو خپلواک کمیسیون اووه دېرش ورځې وروسته د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.