تازه خبرونه

کندز ولایت به طالبانو ته هدیره وگرزي- دانشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کندز ښار کې د وسلوالو د ځپلو عملیات روان دي او ځانگړي امنیتي ځواکونه په دې توانیدلي، چې د کندز ښار درېیمه حوزه او سه درک سیمه له وسلوالو پاکه کړي.

 

احمد فرشاد صالح، چې دغو پاکو شویو سیمو ته ورغلی وایي؛ امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې د ښار ټولې سیمې له وسلوالو مخالفینو پاکې کړي.

 

د کندز والي حمد الله دانشي وایي، د کندز جگړه برخلیک ټاکونکې دهاو دغه ولایت به طالبانو ته هدیره وگرزي.

 

د کندز سرپرست والي زیاتوي، پر کندز ښار شاوخوا درې زره وسلوالو حمله کړې وه؛ خو اوس یې امنیتي ځواکونو د تهاجمي بریدونو ځواک مات کړی دی.

 

حمدالله دانشي زیاتوي، د وسلوالو له شتون څخه په بشپړه توگه د کندز ښار د پاکولو له پاره اړینه ده، چې د بهرنیو ځواکونو هوایی بریدونه روان وساتل شي.

 

د کندز سرپرست والي په ډاگه کړه، چې طالبان کولی شي له کندز څخه په آسانۍ بغلان، بدخشان او سمنگان ولایتونو ته تگ راتگ وکړي او له دغو ولایتونو څخه کندز ته خپل تازه دم وسلوال او تجهیزات راولیږدوي.

Trending

Exit mobile version