تازه خبرونه

کندهار: د سولر برېښنا پروژه به ډېر ژر په کار پيل وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دکندهار دبرېښنا شرکت وايي چې دسولر برېښنا پروژه د ځاى د نشتوالي له امله ځنډېدلې او ډېر ژر به يې كار پيل شي. د كندهار د برېښنا رياست مرستيال وايي چې د دغه پروژې له پاره د ځمكې د نشتوالي ستونزه هم اواره شوې او كار به يې ژر پيل شي. په همدې وخت كې د كندهار اوسېدونكي له دولت غواړي چې د دوى د برېښنا ستونزه ژر حل كړي.

اټکل شوي وه چي په تېر کال کې دکندهار له پاره لس مېګاواټه لمريزه برېښنا دشپږو مياشتو په موده کي دلس ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت دامريکا دنړيوالې ادارې په مالي مرسته جوړه شي خو ديوه کال په تېرېدو سره لاهم ددېبرېښنا کار پرځاى پاتې دى.

ددې ولايت دبرېښنا شرکت تجارتي مرستيال وايي چې تېر کال يې اراضي ادارې ته وړانديز کړى وو چې ددې پروژې دعملي کولو له پاره ځمکه ورکړي خو په هېواد کې دسياسي کړکېچ له امله دغه پروژه وځنډېده چې اوس يې کارونه بشپړ شوياو ډېر ژربه يې عملي کار هم پيل شي.

دکندهار دبرېښنا تجارتي مرستيال امان الله ايوب فاروقي وايي: «د دې پروژې د قرارداد او ځمکې ورکولو ټول کارونه بشپړ شوي دي. د افغانستان د برېښنا شرکت هڅه کوي چې دا کار ډېر ژر عملي شي.»

هغه وايي نه يوازي پر دې سربېره دوو نورو شرکتونو هم وړانديز کړى چي په کندهار کي لمريزه برېښنا جوړه کړي چي وروسته به يي کارونه پيل شي. هغه د دغه شركتونو د وړانديزو په اړه جزيات ورنه كړل. په ورته وخت کې دکندهار اوسېدونکي وايي که برېښنا جوړه شي نو صنعتي فابريکي به فعالې او دکارزمينه به برابره شي.

داپه داسې حال کې ده چې تېر کال دکندهار په صنعتي پارکونو کېنيژدې سل بېلا بېلي توليدي فابريکې دبرېښنا دنشتوالي له امله وتړل شوې او لاهم تړلي پاتې دي.

خبريال: بريالی رحيمي

Trending

Exit mobile version