تازه خبرونه

کندهار مدني فعالان او خلک: د ملي یووالي حکومت په یوه کال کې هېڅ د پام وړ کار نه دی کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دوی ولسمشر او اجرایي رییس له خلکو سره د کړو ژمنو په پلي کولو کې ناکام ګڼي. خو دکندهار دوالي مرستيال وايي چي که څه هم په ټاکنو کي ګډوډي اودولسمشر او اجرايي ریيس تر منځ په ځینو مسایلو د نظر اختلاف موجود دی خو کندهار کې دوی هڅه کړې چې د پرمختګ د بهیر مخه ونه نيسي.

په تېر کال کې دملي يووالي په نامه دحکومت جوړېدو دخلکو هغه هيلې را ژوندۍ کړېچي له ټاکنو وړاندې يېلرلې خو ديوه کال په تېرېدو سره يو ځل بيا حکومت خپل تر لاسه شوی باور له لاسه ورکړ.

په کندهارکې يو شمېر مدني فعالان او اوسېدونکي وايي چې دملي يووالي حکومت نه يوازې په خپلو چارو کې پاتې راغلى، بلکې په سيمه کې هم داهميت وړ نه دى ځکه په افغانستان کې په تېر يوه کال کې نا امني او فساد ډېر شو.

د دوی په وينا په تېر کال کې د حکومت د کمزورۍ له امله په زرګونو ځوانان له دې امله بهرنيو هېوادونو ته لاړل چې په افغانستان کې سياسي وضعيت خراب شو نو ځکه د ملي يووالي حکومت د تېر يوه کال کړنې ورته د قناعت وړ نه دي.

په ورته وخت کي د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي وايي چې که څه هم په دې کال کې له يوې خوا د تشکيل له کموالي سره مخ و او له بلې خوا يې په کافي اندازه بوديجه نه لرله خو بيا يې هم تر ډېره بريده ددې ولايت په کچه دخلکو ستونزېاوارې کړې دي او دپرمختګ دکارونو له پاره يې هم پلانونه عملي کړي دي.

هغه زياتوي چې له دې جملې څخه يې دکندهار دهوايي ډګر دهغه ١٦ کيلو متره سرک کار بيا پيل کړى دى چې په تېر کال کې يې کاردبوديجې دنشتوالي له امله بند شوى و او په ولسواليو کې يې دميلي پيوستون ډېرې پروژې عملي کړې دي چې دټاکنو پروخت يې کارونه درېدلي وو.

دکندهار اوسېدونکي ځکه دملي وحدت له حکومت څخه ناراضه دي چي په تېر کال کې دڅو ولايتونو دولسواليو ترڅنګ يوه ورځ وړاندې دکندوز ولايت هم دوسله والو طالبانو له خوا ونيول شو.

خبريال: بريالی رحيمي

 

Trending

Exit mobile version