تازه خبرونه

کندهار – هرات پر لویه لار په ترافیکي پیښه کې ۳۵ تنو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د کندهار ـ هرات پرلویه لار د هلمند ګرشک ولسوالۍ په اړوند  سیمه کې د ترافیکي پېښې له کبله ۳۵ تنو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

  د چارواکو په وینا؛ یاده پېښه نن شاوخوا یوه بجه د ګرشک ولسوالۍ اړوند په حوض خشک سیمه کې د یو ۳۰۳ بس موتر له چپه کیدو رامنځته شوې ده.

د احمد شاه ابدالي شرکت اړوند یاد موتر د سرعت پر لامل  له سړک اوښتی، چې په کې ۵ کسان د ۲ میرمنو په ګډون مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د هلمند والي حیات الله حیات ځايي مسوولینو ته  پر وخت د ټپیانو د لیږد او درملنې سپارښتنه کړې ده.

د ګرشک ولسوال سلیم رودي او ورسره امنیتي ځواکونو د پېښې ټپیان پر وخت روغتون ته انتقال کړي، چې پېنځه کسه یې له درملنې وروسته رخصت او پاتې ۲۵ نور یې په روغتون کې بستر شوي دي.

یاد ۳۰۳ بس موتر له هرات څخه کندهار ته پر لاره  و، چې په ګرشک کې چپه شوې دی.

Trending

Exit mobile version