Connect with us

تازه خبرونه

کندهار – هرات پر لویه لار په ترافیکي پیښه کې ۳۵ تنو ته مرګ و ژوبله اوښتې

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

HELMAND

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د کندهار ـ هرات پرلویه لار د هلمند ګرشک ولسوالۍ په اړوند  سیمه کې د ترافیکي پېښې له کبله ۳۵ تنو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

  د چارواکو په وینا؛ یاده پېښه نن شاوخوا یوه بجه د ګرشک ولسوالۍ اړوند په حوض خشک سیمه کې د یو ۳۰۳ بس موتر له چپه کیدو رامنځته شوې ده.

د احمد شاه ابدالي شرکت اړوند یاد موتر د سرعت پر لامل  له سړک اوښتی، چې په کې ۵ کسان د ۲ میرمنو په ګډون مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د هلمند والي حیات الله حیات ځايي مسوولینو ته  پر وخت د ټپیانو د لیږد او درملنې سپارښتنه کړې ده.

د ګرشک ولسوال سلیم رودي او ورسره امنیتي ځواکونو د پېښې ټپیان پر وخت روغتون ته انتقال کړي، چې پېنځه کسه یې له درملنې وروسته رخصت او پاتې ۲۵ نور یې په روغتون کې بستر شوي دي.

یاد ۳۰۳ بس موتر له هرات څخه کندهار ته پر لاره  و، چې په ګرشک کې چپه شوې دی.

Advertisement

تازه خبرونه

قزاقستان د اسلامي امارت نوم د ترهګرۍ له نوملړه وویست

Published

on

(Last Updated On: )

 د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف ویلي، چې هېواد یې د اسلامي امارت نوم د ترهګرو له نوملړ څخه ایستلی دی.

د قزاقستان د رسنیو د راپورونو له مخې؛ جومارت توکایوف دغه څرګندونې د ګډ امنیتي تړون ټولنې د غړیو هېوادونو د غونډو له رییسانو سره په کتنه کې کړي  دي.

نوموړی وایي، چې دغه پرېکړه له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراخېدا او پدې د پوهېدا په خاطر، چې د اسلامي امارت حکومت اوږدمهاله دی؛ رامنځته شوې ده.

هغه همداراز ټینګار کړی، چې په سیمه‌ییزو اړیکو کې د اسلامي امارت فعاله ونډه ستراتیژیک لومړیتوب دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان ولې له افغانستان سره په پوله کې د ترهګرو د راتګ مخنیوی نه‌کوي؟

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان پر افغانستان د پاکستان د ناامنۍ پر پړه اچونې نیوکه کړې او څرګندوي، چې که ترهګر له افغانستان څخه پاکستان ته راننوځي؛ نو ولې یې مخه نه نیول کېږي.

نوموړي د پنجاب ایالت یوې غونډې ته په وینا کې ویلي؛ په پاکستان کې د حکومت له هڅو سره – سره ترهګري زیاته شوې ده.

هغه زیاته کړې: اوس خپله ناکامي پټوي او وايي، چې د افغانستان حکومت په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ملاتړ پړ دی. ولې؟ ځکه ترهګر له هغه ځایه راځي. که له هغه ځایه راځي؛ نو بیا باید له پولې را تېر شوي وي. تاسې په سرحد کې چیرته یاست، چې مخه یې ونیسئ؟

مولانا فضل الرحمن په ډاګه کړې، چې د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف د پاکستان هوايي اډې امریکا ته د “افغانانو د بریدونو” لپاره ورکړې وې.

هغه ویلي: کله هم هغو له تاسې شکایت کړی، چې ولې الوتکې ستاسې له هوایي ډګرونو راالوځي او پر موږ برید کوي؟” هغو ستاسې د الوتکو او بمبارډ په اړه شکایت ندی کړی. تاسو شل کاله د زرګونه خلکو ژوند مو تباه و برباد کړ. قبایل مو تبا او برباد کړل؟ آیا تاسې پوهیږئ؛ هغه کسان، چې په سرحدي سیمو کې اوسیږي پاکستانیان دي او د پاکستان له ادارو کرکه لري او غواړي، چې د پاکستان له ادارو سره جګړه وکړي؟ آیا بل څوک پر هغې کرکې پړ دی، چې خپله مو رامنځته ګړې ده؟

پاکستانيو چارواکو تل ادعاوې کړي، چې په پاکستان کې بریدونه له افغانستان څخه پلانېږي او عاملین یې له افغانستان څخه پاکستان ته راننوځي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل دغه ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د “امنیتي ناکامۍ” مسوول ندی.

Continue Reading

تازه خبرونه

اندونیزیا افغانستان ته د روغتیايي همکاريو او تحصیلي بورسیو ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: )

د اندونیزیا د سرې میاشتې او د جوماتونو شورا رییس او د اندونیزیا د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یوسف کالا او مل پلاوي یې په کابل کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی سره ولیدل.

په کتنه کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د ولسونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیاخبرې شوې دي.

بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ محمد یوسف کالا په دغې لیدنه کې ویلي، چې اندونیزیا له افغانستان سره د روغتیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې همکاري غواړي او افغان زده‌کړیالانو ته تحصیلي بورسیې ورکوي.

دغه راز امیرخان متقي ویلي، چې افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت له مخې چمتو دی، چې د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ پانګونې ،سوداګریزۍ او ټرانزیټ اسانتیاوې رامنځته کړي.

امیر خان متقي زیاته کړې؛ افغانستان اوس د سیمې له هېوادونو سره د همغږۍ له مخې پر سترو سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کار کوي، چې په کې د کاسا ۱۰۰۰ د انرژۍ پروژه، ټاپي او افغان- ټرانس شامل دي.

په دې پلاوي کې د قوانینو او بشري حقونو پخوانی وزیر عبدالحمید اول الدین او د اندونیزیا د انرژۍ او کانونو پخوانی وزیر سعید سودیرمن هم د سرې میاشتې او جوماتونو شورا د رییس محمد یوسف کالا ملتیا کوي.

ویل کیږي، چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې مخ پر پراخېدو دي او غواړي، چې د جنوب ختیځې آسیا له هېوادونو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!