تازه خبرونه
کندهار والي اسلامآباد ته سفر کوي – اکسپرس تربیون
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د کندهار والي د یوه پلاوي پر مشرۍ اسلامآباد ته سفر کوي.
د دغه راپور پر بنسټ؛ ټاکل شوې، چې ملا شیرین اخوند به په دې سفر کې د پاکستان له حکومتي لوړ پوړیو چارواکو سره لیده کاته وکړي. د دې خبرو اترو یوه موضوع به تحریک طالبان پاکستان وي.
اسلامي امارت وايي، چې د دغه سفر په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نهده شوې.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور جوړونې او د اړیکو د ښه کولو لپاره به د اسلامي امارت پر بلنه کابل ته سفر وکړي.
مولانا فضل الرحمن د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: زه به راتلونکې اوونۍ افغانستان ته سفر وکړم؛ ځکه، چې ماته اسلامي امارت بلنه راکړې ده او زه به ستاسو پوښتنې مطرح کړم. مونږ دوه ملګري او وروڼه ( نظامونه) یوو؛ زمونږ خلک او دین یو دي. مونږ یو بل ته دومره نږدې یوو، چې شاید بل ( نظام ) نه وي؛ نو له همدې کبله باید زمونږ ترمنځ باور وي. د افغانستان استقلال او ثبات د پاکستان په ګټه دی او د پاکستان ثبات د افغانستان په ګټه دی. مونږ باید د بې باورۍ رامنځته شوې فضا له منځه یوسو.
د کابل او اسلامآباد اړیکې په وروستیو میاشتو کې د ټي ټي پي د پرلهپسې بریدونو له کبله ترینګلې شوې دي. اوس به وګورو، چې ایا پاکستان ته د اسلامي امارت د چارواکو سفر او کابل ته د پاکستان د یوه مذهبي مشر سفر د اسلامآباد او کابل د اړیکو د ښه کېدو لامل کېدای شي او که نه؟!