بی بی سی پښتو

کندهار کې د تښتول شوې امریکایۍ موندلو ته پنځه میلیون ډالر جایزه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۴۰۰)
AFP
اغلې میزل د ۲۰۰۸ کال د جنورۍ پر ۲۶مه ناپېژاندو وسله والو له خپل چلوونکي محمد هادي سره وتښتوله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی، په افغانستان کې د یوې ترۍ تم شوې امریکایۍ د موندونکو لپاره یې ۵ میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.

سیډني میزل تر تښتول کېدا درې کاله مخکې کندهار ولایت کې د “د اسیا کلیوال ژوند د پراختیا بنسټ” کې کار کاوه.

که څه هم د کندهار په سوېل کې د اغلې میزل د ترۍ تم کېدو ۱۳ کاله پوره کېږي، خو تر اوسه یې هېچا هم د تښتولو مسئولیت نه دی منلی.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، سیډني میزل او چلوونکی یې په ډېر احتمال تر تښتول کېدو وروسته د تښتوونکو لخوا- چې لا تراوسه نه دي پېژندل شوي – هم‌مهاله وژل شوي دي.

د امریکا دولت پر دې باور دی چې هغه کندهار کې خاورو ته سپارل شوي، خو جسد یې لا تر اوسه نه دی موندل شوی.

په کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي، په ۲۰۰۸ کال ددغې امریکایۍ تر تښتول کېدا یو کال وروسته، د کندهار پولیسو وویل چې یوه امریکایۍ ښځه پاکستان ته لېږدول شوې ده،‌ خو دوی د خپلې دې ادعا لپاره هېڅ ثبوت وړاندې نه کړ.‌

په افغانستان کې د امریکا سفارت ددې ښځې یو انځور خپور کړی چې خندانه پکې ښکاري او ورسره لیکل شوي چې “له موږ سره همکاري وکړئ چې هغه خپلې کورنۍ ته ستنه کړو”.

دا جایزه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت “د عدالت لپاره جبران” پروګرام له لارې اعلان شوې. دا پروګرام په ۱۹۸۴ کال پیل شوی چې تر اوسه یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د امریکايي وګړو د موندلو لپاره تر دوه سوه میلیون ډېر ډالر ورکړي دي.

BBC
د کندهار ښار یوه پلورونکې ښځه

د کندهار د ښځو د چارو یوې چارواکې ویليو سیډني میزل په دې ولایت کې له ډېری ښځو سره مرستې کولې چې ځان ته کار او د عاید سرچینه ومومي.

اغلې میزل له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۸ کال پورې د اسیا کلیوال ژوند د پراختیا بنسټ کې د کار سربېره، د کندهار پوهنتون کې د انګلیسي ژبې تدریس هم کاوه او د نجونو په یوه ښوونځي کې یې د ګلدوزۍ او خیاطۍ درس هم ورکاوه.‌

اغلې میزل د ۲۰۰۸ کال د جنورۍ پر ۲۶مه ناپېژاندو وسله والو له خپل چلوونکي محمد هادي سره وتښتوله.

سیډني میلینډا میزل د ۱۹۵۸ کال د فبرورۍ پر ۱۲مه د امریکا کلیفورنیا ایالت په اورکای سیمه کې زیږېدلې. لومړنۍ او لوړې زدکړې یې هم امریکا کې کړې دي.

Trending

Exit mobile version