سیمه ییز خبرونه
کندهار کې يوې محكمې دوه سړي تښتونکي په اعدام محکوم كړل
وېل كېږي، چې دغو سړي تښتوونکو له کندهار ښار څخه يو کس تر تښتولو وروسته وژلي و. د كندهار ولايت ښاري محكمې، چې دغه دوه سړي تښتونكي په اعدام محكوم كړي، خبردارى وركوي، چې هر څوک، چي جرم کوي، د قانون مطابق به سزا وويني.
د كندهار ولايت ښاري محكمې دوه تنه سړي تښتونكي په يوې علني محكمه كې په اعدام محكوم كړل.
وېل كېږي، چې احمدالله او روح الله څه موده وړاندې د تازه ګل په نوم يو کس له كندهار ښار څخه تښتولى او وروسته يې وژلي و، چې مړى يي پوليسو وروسته په يوه كور كې د پلټنو پر مهال پېدا كړ.
د كندهار د ښاري محکمې رئيس قاضي عبدالحليم مسلم وايي، دغو كسانو ته د اعدام سزا وروستۍ پرېكړه نه ده، هغوی حق لري دويمې محکمې ته مراجعه وکړي.
د كندهار ښاري محكمې همدا راز د سړي تښتونكو د يوې بلې پنځه كسيزې ډلې قضيه هم وڅېړله، خو په دې برخه كې پرېكړه د ځينو نيمګړتياو په دليل وځنډول شوه.
پر دې كسانو تور دى، چې درې تنه يي تر اختطاف وروسته وژلي، خو د اختطاف شويو كسانو مړي نه دي موندل شوي او د همدې دليل او ځينو نورو علتونو پر اساس د ښاري محكمې رئيس د قضيې د زياتې څېړنې غوښتنه وكړه.