تازه خبرونه

کندهار به په روان لمریز کال کې له لمريزې برښنا برخمن شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 د کندهار د برښنا رياست وايي، چي په روان لمریز کال کې به د ٦٥ ميليون امريکايي دالرو پر ارزښت له لمريزې برښنا ګټه پورته شي.

د کندهار د برښنا شرکت ریيس د شنبې په ورځ( د وري ۱۸) په يوه خبري ناسته کې وويل: له کجګي څخه تر کندهار او لښکرګاه ښارونو پوري د برښنا نوې پايې او مزي غزيدلي او په راتلونکیو څو اوونيو کي د کجکي برښنا له نوي سيستم سره خلکو ته وړاندې او د برښنا د لږوالي ستونزه به حل شي.

د کندهار د برښنا شرکت ریيس امان الله ايوب فاروقي وايي، له دې سره به د کجکي بند ٥١ ميګاواته برښنا ولري او تر څنګ یې د لمريزې برښنا پروژې چارې هم چټکې شوي، چي د روان کال تر وروستيو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ښاغلی فاروقي زیاتوي؛ د لمريزې برښنا پر لومړۍ پروژې ١٨ ميليون امريکايي دالر او پر دوه یمه پروژه، چي ٣٠ ميګاواته برښنا به توليد کړي ٤٧ ميليون دالر لګښت راځي.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې سربېره پر دې د کندهار پر دهلې بند هم کار پيليږي، چي تر ٢٠٢٠ کال پوري به له هغه څخه هم لس ميګاواته برښنا توليد او تر لاسه شي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ له کابل څخه د وارداتي برښنا مزي هم تر غزني ولايت پوري را رسيدلي، چي په ټوله کې به د دې پروژو له عملي کيدو سره د برښنا په برخه کي ټولي ستونزي حل شي. له دې وروسته به د کندهار په پنجوايي کې د پېنځه ميګاواته لمريزي برښنا او په روزګان کې د پېنځه ميګاواته لمريزې برښنا پروژې هم پيل شي.

خبریال: بريالي رحيمي

Trending

Exit mobile version