تازه خبرونه
کندهار له دوه جنرالانو او خواخوږو بې برخې شو
امنیتي سرچینې وایي، د کندهار والي د یوه ساتونکي په برید کې د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ، د کندهار د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین خېل ، د کندهار د بشري منابعو رییس او په کندهار کې د ملي تلویزیون تصویر اخیستونکي ژوند له لاسه ورکړی او د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان امام نطر، والي زلمي ویسا او د امنیت آمر رحمت الله اطرافي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
سر چینې زیاته کړې، چې نن درې بجې د پرېکنده ماموریت ځواکونو د عمومي قومندان سکات میلر په ګډون د ولايت په مقام کې امنیتي غونده درلوده.
ویل کیږي، چې برید د والي یو ساتونکي په داسې حال کې کړې، چې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قومندان له سیمې د الوت په حال کې و.
دغه راز څرګنده شوې، چې په دې برید کې د ناتو دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي.
د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په دې ولایت کې له بشپړ ملاتړ برخمن سړی و.
طالبانو د کندهار ولایت په دفتر کې پر ګڼو امنیتي او ملکي کسانو د برید مسوولیت ومانه. او په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کوي، چې په دې برید کې جنرال عبدالرازق، د کندهار والی زلمی ویسا، د کندهار د استخباراتو رییس عبدالمومن له ګڼو نورو مسوولینو، بهرنیو او داخلی عسکرو سره مړه او ژوبل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ طالبانو د ولسي جرګې د نوماند عبدالجبار قهرمان په ټاکنیز دفتر کې پر نوموړي چاودنه تر سره کړه، چې په کې نوموړي ساه ورکړه او یو شمېر نور دفتري ملګري یې ټپیان شول.