تازه خبرونه

کندهاریانو د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخ ګډون پیل کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې له اووه ورځني ځنډ وروسته د شنبې پر ورځ( د لړم ۵) له ټاکلي وخت دوه ساعته وروسته پیل شوې؛ خو په کې خلکو پراخ ګډون کړی دی.

ویل کیږي، چې ۱۷۲ مرکزونه او ۱۱۱۳ محلونه د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې د خلکو د رای ورکولو لپاره پرانستل شوي دي.

دغه راز په رای مرکزونو او محلونو کې ښځې او نرینه، چې نوملیکنه یې کړې؛ د خپلې رایې د کارولو لپاره په لیکو کې دریدلي او خپل حق کاروي.

په دغه ولایت کې ۱۱۱ کسانو د ښځو او نرینه وو په ګډون د ولسي جرګې څوکیو ته ۱۱ ځانونه نوماند کړي او سیالۍ ته دریدلي دي.

د کندهار ولایت په ټولو ولسوالو کې پرته له نیش او معروف ولسوالیو د رای ورکولو بهیر روان دی. که څه هم امنیتي ګواښونه شته؛ خو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې شپږ زره امنیتي او دفاعي ځواکونو په مرکز او ولسوالیو کې د رای مرکزونو امنیت خوندي کړی او تر دې دمه کوم امنیتي ګواښ نه دی رامنځته شوی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کندهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د رای ورکولو بهیر د ماښام تر شپږ بجو وغزاوه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وایي، چې په کندهار کې ټاکنیز بهیر ښه روان و او ښه چمتوالی نیول شوی و.

ویل کیږي، چې د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې به په راروان کال کې له ولسمشریزو ټاکنو سره تر سره شي. د ولسي جرګې سراسري ټاکنې د روان کال د تلې پر ۲۸ او ۲۹ تر سره شوي دي.

په کندهار کې د ولسي جرګې د رای ورکولو بهیر هغه وخت یوه اوونۍ وځنډیده، چې یوه برید کوونکي د دغه ولایت په مقام کې پر یو شمېر حکومتي چارواکو ډزې وکړې او د دغه ولایت د امنیت رییس او امنیه قومندان یې وواژه او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

Trending

Exit mobile version