تازه خبرونه
کندهار کې په درې جلا پېښو کې ۷۶ وسلوال طالبان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي
Last Updated on: سلواغه ۱۹, ۱۳۹۸
د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایی، د ارغستان ولسوالۍ سپیني او چینو سیمو کې د غوڅ ملاتړ هوایي برید کې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه وایی، د ښورابک ولسوالۍ د بادي غونډ په سیمه کې افغان ځواکونو پر وسلوالو طالبانو برید کړی چې وروسته بیا د غوڅ ملاتړ ځواکونو هم هوایي برید ترسره کړ، چې په پایله کې یې ۵۵ وسلوال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
همداراز د میوند ولسوالۍ په دیوال سیمه کې د پولیسو په یو برید کې، ۳ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د دغو څرګندونو په تړاو تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.
