بلخ @ps
کندوز ولایت ته غزیدلې لویې لارې د طالبانو له شتون پاکې شوې
د کندوز ولایت امنیتي ځواکونه وایي، دغه ولایت ته غزیدلې ټولې لویې لارې د وسلوالو طالبانو له شتون پاکې شوې دي.
د مسوولینو په وینا؛ هغه عملیات، چې په همدې موخه پیل شوي وه تېر ماښام پای ته رسیدلي او د کندوز – خان آباد د لویې لارې ګواښونه هم له منځه وړل شوي او کندوز ښاریان اوس له هیځ راز ګواښ سره مخ نه دي.
د افغان ځواکونو ستر درستیز مرستیال مراد علی مراد زیاتوي، د افغان وسلوال ځواک پوځي عملیات د ښار له دروازو لیرې روان دي او وسلوالو مخالفینو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د کندوز د امنیه قومندانۍ امنیت آمر محمد معصوم هاشمي وایي، د کندوز ښار اوس ډاډمن دی او هغه کورنۍ، چې د جنګونو پر لامل له ښاره وتلې اوس غواړي بېرته خپلو کورونو ته راوګرځي.
د کندوز اوسیدونکي وایي، چې د ښار امنیتي حالت ښه شوي؛ خو د کندوز- خان آباد د لویې لارې موتر چلوونکي وایي، چې وسلوال طالبان اوس هم د دغې لویې لارې په سل مترۍ کې شتون لري او مسافرو ته ګواښونه رامنځته کوي.
د روان کال د تلې په ۱۲ وسلوالو طالبانو د کندوز ښار مرکزي سیمې لاندې کړې او د ولایت او امنیه قومندانۍ۵۰ مترۍ ته رالنډ او نږدې یوه اوونۍ له امنیتي ځواکونو سره وجنګیدل.
د دغو نښتو پر لامل نږدې ۳۰ زره کورنۍ له ښاره وتلو ته اړ شوې، چې اوس د حالاتو په ښه کیدو له کابل، تخار او بلخ ولایتونو څخه د بېځایه شویو خلکو د بېرته راګرزیدو په بهیر کې ډېروالی راغلی دی.