نړۍ
که اسرائیلي یرغمل خوشې نشي دوزخ به جوړ شي – ټرمپ
حماس د دوشنبې پر ورځ مخکې له دې، چې اسرائیل له اوربند څخه پر سرغړونه تورن کړي وویل؛ د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر به تر بلې خبرتیا وځنډوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر د ځنډولو ګواښ “وحشتناک” وباله او وایي، چې که ټول یرغمل شوي کسان له غزې څخه خوشې نشي؛ نو د ‘دوزخ دروازې‘ به خلاصې شي.
حماس د دوشنبې پر ورځ مخکې له دې، چې اسرائیل له اوربند څخه پر سرغړونه تورن کړي وویل؛ د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر به تر بلې خبرتیا وځنډوي.
د اوربند د تړون په چوکاټ کې حماس ژمن دی، چې یو شمېر اسرائیلي یرغمل خوشې کړي. لکه څنګه، چې یې د تېرو درې اوونیو راپدېخوا هره شنبه اسرائیلي یرغمل د یو شمېر فلسطیني بندیانو په بدل کې.خوشې شوي دي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې که د شنبې تر غرمې پورې هر اسرائیلی یرغمل خوشې نشي؛ نو د دوزخ به جوړ شي.
دغه راز هغه د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند د پای ته رسولو غوښتنه هم وکړه.
هغه ویلي: “شنبه ۱۲ بجې مونږ ټول یثرغمل غواړو. زه خپله خبرې کوم؛ اسرائیل کولی شي هغه لغوه کړي. “خو زما لپاره، د شنبې پر ورځ د غرمې پر ۱۲ بجو که هلته نهوي؛ نو ټول د دوزخ دروازې به خلاص شي.”
ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې، چې آیا “دوزخ” د اسرائیلو د غچ اخیستنې معنا لري؛وویل:” تاسې به وګورئ، دوی ټول به یې وویني. حماس به هم پوه شي، چې زما مطلب څه دی.”
د امریکا ولسمشر د یکشنبې پر ورځ د حماس له بند څخه د خوشې شویو درې یرغملو د انځورونو له لیدلو وروسته اعلان وکړ، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند تړون په اړه یې صبر پای ته رسیدلی دی.
هغه وویل، چې خوشې شوي یرغمل د هولوکاسټ له قربانیانو سره ورته ول؛ ځکه، چې په ناوړه شرایطو کې ساتل شوي وه.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې دوی د حماس د خبرپانې په اړه د یرغمل شویو ټولو کورنیو ته خبر ورکړی دی. په داسې حال کې، چې د اوربند تړون ته یې پخپله ژمنتیا هم ټینګار کړی دی.
ټرمپ دا خبرداری هم ورکړ، چې که مصر او اردن د هغه پلان( د غزې اوسیدونکي دې په خپله خاوره کې قبول کړي) ونهمني؛ نو هغه به ورسره د امریکا مرستې بندې کړي.
له هغې وروسته، چې حماس د یرغملو کسانو خوشې کول ودرول؛ د اوربند خبرې اترې له یوې نوې ننګونې سره مخ شوې دي. په داسې حال کې، چې اسرائیل او حماس یو بل له تړون څخه پر سرغړونې تورنوي. د غزې د راتلونکي په اړه د ټرمپ څرګندونو او د دې دریځ لپاره د نتنیاهو ملاتړ تاوتریخوالی زیات کړی او د خبرو اترو دوام یې پر ټپه درولی دی.
د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې، چې فلسطینیان باید له غزې ووځي او د امریکا تر کنټرول لاندې ساحلي سیمه باید د املاکو پروژې په توګه پراخه شي؛ له جګړې وروسته د راتلونکي په اړه تمې بدلې کړې دي.
فاکس نیوز د دوشنبې پر ورځ له ټرمپ سره د مرکې یوه برخه خپره کړې؛ له هغه څخه د پلان په اړه پوښتنه وشوه، چې آیا فلسطینیان به د بېرته راستنېدو حق ولري؛ په ځواب کې ویلي: “نه! وبه یې نلري.”
ټرمپ ویلي: “زه د دوی لپاره د دایمي ځای د جوړولو په اړه خبرې کوم؛ ځکه، چې که دوی اوس بېرته راشي، نو کلونه وخت به ونیسي، چې هلته ژوند کول ممکن شي.”
هغه زیاته کړې، چې هغه کولی شي د فلسطینانو د میشتولو لپاره له مصر او اردن سره یوې هوکړې ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې د ولسمشر په ګډون د سیمې هېوادونو د ټرمپ او نتنیاهو ګډ پلان رد کړی او عملي یې نه بولي.