سیمه ییز خبرونه

که امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران

د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پیغام له هغې وروسته د لوړې کچې ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د سیمې هېوادونو ته رسول شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د انرژۍ پر شبکو او بنسټیزو تاسیساتو د برید ګواښ کړی و.

Published

on

 

رویټرز راپور ورکړی، چې ایران د خلیج عربي هېوادونو ته خبرداری ورکړی؛ که امریکا پر دې هېواد بیا بریدونه وکړي، تهران ښايي په سیمه کې د انرژۍ مهم تاسیسات پر نښه کړي.

د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پیغام له هغې وروسته د لوړې کچې ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د سیمې هېوادونو ته رسول شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د انرژۍ پر شبکو او بنسټیزو تاسیساتو د برید ګواښ کړی و.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سعودي عربستان، قطر، ترکیې او پاکستاني چارواکو سره په اړیکو کې له هغو هېوادونو غوښتي، چې د امریکا متحدین دې واشنګټن پر تهران له نوي پوځي اقدام څخه منع کړي.

یوه سیمه‌ییز چارواکي ویلي، د ایران پیغام روښانه و:« د ځواب لپاره چمتو یوو؛ خو ډیپلوماټیکه حل‌لاره د شخړې د پراخېدا او په سیمه کې د ډېرو ویجاړیو د مخنیوي غوره لار ده.»

خلیجي سرچینو ويلي: ایران خبرداری ورکړی، چې که د دې هېواد پر بنسټیزو تاسیساتو برید وشي؛ ښايي د سیمې د انرژۍ تاسیسات، د تېلو چاڼ‌ځایونه، د برښنا او اوبو شبکې، د ټرانسپورټ آسانتیاوې او د تېلو اړوند برخې پر نښه کړي.

دغه راز سعودي عربستان، قطر او عمان له امریکا غوښتي، چې له ایران سره خبرې اترې بېرته پیل کړي او د کړکېچ د زیاتېدا مخه ونیسي.

ډونالډ ټرمپ له دې مخکې ویلي وه، چې پر ایران یې برید درولی؛ خو په دې شرط، چې ژر هوکړې ته د رسېدا امکان موجود وي.

ایران په وروستیو کلونو کې له یو شمېر خلیجي هېوادونو او سعودي عربستان سره خپلې اړیکې ښې کړي دي؛ خو اوس هم په سیمه کې د امریکا پوځي حضور او له واشنګټن سره د عربي هېوادونو امنیتي همکارۍ د ځان پر ضد ګواښ بولي.

Trending

Exit mobile version