سیمه ییز خبرونه

که امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نشی، له افغانستان سره به ټولې مرستې بندې شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

كه د افغانستان او امريكا ترمنځ امنيتي تړون لاسليك نه شي د افغانستان د ۱۲ كلونو لاس ته راوړنې به له منځه لاړې شي.

د امنيتي تړون په اړه د كابل او واشنګتن ترمنځ د امنيتي تړون پرسر ناندريو په افغانستان كې د ننه او بهر بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي، حتى په دې وروستيو كې ليدل كېږي، چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړيكې خړې شوې دي.

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا پخوانى ځانګړى استازى مارك ګروسمن خبردارى وركوي، چې كه امنيتي تړون لاسليك نه شي له افغانستان سره به ټولې مرستې بندې شي او احتمال لري، چې د افغان حكومت د ۱۲ كلونو لاس ته راوړنې له منځه لاړې شي.

مارك ګروسمن همدارنګه وایي، د امريكا ولسمشر بارك اوباما او د دفاع وزير چيك هيګل څو ځلې د هغه د لزوميت يادونه كړې ده، موږ ليواله يو، چې دا تړون لاسليك شي ترڅو د امريكا متحده ايالاتو او ناټو ځواكونه پاتې شي او په افغانستان كې په بېلابېلو برخو كې ترلاسه شوې لاس ته راوړنې له منځه لاړې نه شي.

كه امنيتي تړون لاسليك نه شي د امريكا او ناټو ځواكونه به له ۲۰۱۵ كال مخكې ووځي، په بېلابېلو برخو او پروژو كې به خپلې مرستې ودروي، افغان ځواكونه د نړيوالې ټولنې ملاتړته اړتيا لري.

دغه امريكايي د يپلومات د افغانستان د ولسمشرۍ ټاكنې د افغانستان د خلكو خپله مسئله ګڼي.

دا څرګندونې په داسې حال كې كېږي، چې د افغانستان خلك غواړي چې د دغه تړون برخليك روښانه او د افغانانو دې غوښتنې ته پاملرنه وشي چې وايي، د ترهګرۍ د اصلي ځالو پرضد دې مبارزه وشي ، نړيوالو بنسټونو تل پاكستان د ترهګرۍ اصلي ځاله بللې ده.

Trending

Exit mobile version