1393ټاكنې
که بریالی شم د زنځیري وژنو عاملین به په سزا ورسوم- عبدالله
داکتر عبدالله عبدالله په هغه غونډه كې، چې د مزاري د مړیني د ۱۹ تلین په اړه جوړه شوې وه؛ ټینگار وکړ، چي د شهیدانو د ارمانونو د پوره کولو په موخه به ډېرې هڅې تر سره کړي.
نوموړي همداراز وویل:
هغه کسان به د قانون منگلو ته وسپارل شي، چې په زنځیري وژنو کي لاس لري او د افغانستان د دښمنانو په وړاندې به هم جدي مباره وکړو.
په یاده غونډه کي د داکتر عبدالله عبدالله دوه یم مرستیال محمد محقق وایي:
په هېواد کې اوسنۍ ستونزې د اوسنیو چارواکو لاسته راوړنې دي.
نوموړي په بشپړ ټینگار وويل، چې د نړیوالو مرستو د بې ځایه تلو مخنیوى به کوو.
د ولسي جرگې غړى سید علي کاظمي وایي، چې ولسمشر حامد کرزي حکومتي ادارو ته اجازه کړې، چي د نوموړي د خوښې نوماند ته کار وکړي.
د سولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني وایي، چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته به په هېواد کې د سولې ټینگښت د قدرت له سوله ییز لیږ د سره تړاو ولري.
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو له کمپاینونو څخه ۳۳ ورځي تیریږي؛ خو اوس هم د افغانستان په ځینو لیرې پرتو سیمو کې دا ډول کمپاینونه یا ندي ترسره شوي او که ترسره شوي هم دي د څو انځورونو په ځوړندولو پاى ته رسیدلي دي.