سیمه ییز خبرونه

که توغندي مو نه‌لرل، ایران به هم د غزې له برخلیک سره مخ شوی و- پزشکیان

رئیس‌جمهور ایران همچنین تأکید کرد که توانایی‌های دفاعی کشورش قابل مذاکره نیست.

Published

on

 

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل هېواد د توغندیز پروګرام په دفاع کې ویلي، که ایران دا وړتیا نه لرلی؛ د غزې له برخلیک سره به مخ شوی و.

پزشکیان پاکستان ته په سفر کې ټینګار کړی، چې د ایران توغندي د دې هېواد په دفاع او د ګواښونو په مخنیوي کې مهم رول لري.

هغه ویلي:« که زمونږ هغه توغندي، چې د خپلې دفاع لپاره مو جوړ کړي؛ نه ول، اسرائیلي رژیم او امریکا به ایران د غزې له خبرخلیک سره مخ کړی و او پر زاړه او ځوان به یې رحم نه‌وکړی. هغوی یوازې د بشري حقونو خبرې کوي، خو دا یې یوه ستره درواغجنه ادعا ده.»

د ایران ولسمشر همداراز ټینګار کړی، چې د هېواد دفاعي وړتیاوې د خبرو اترو موضوع نه‌شي کېدی.

هغه زیاته کړې:« مونږ به هیڅکله او په هیڅ صورت له هیچا سره د خپلو دفاعي وړتیاوو په اړه خبرې ونه‌کړو.»

له وروستیو نښتو مخکې امریکا غوښتل، چې د ایران د بالسټیک توغندیو پروګرام او له سیمه‌ییزو وسلوالو ډلو د تهران ملاتړ هم د ایران په اټومي خبرو کې ځای شي؛ خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې د ایران د توغندیز پروګرام په اړه نرم دریځ خپل کړی دی.

هغه تېره اوونۍ په فرانسه کې د اووه صنعتي هېوادونو د ډلې په غونډه کې ویلي وه:« که نور هېوادونه دا ډول وړتیاوې لري؛ نو دا منصفانه نه‌ده، چې ایران ترې بې‌برخې پاتې شي.»

Trending

Exit mobile version