سیمه ییز خبرونه

که جنگ راباندې بهرنیو تحمیل کړی، د سولې ابتکار مو باید پخپل لاس کې وي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر حامد كرزي پر سياسي ډلو غږ كړى، چې له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو لپاره  تيت او پرك هڅې ونه كړي.

په داسې حال كې، چې له وسله والو مخالفينو سره د افغان دولت د سولې د خبرو هڅې تيزې شوي، افغان ولسمشرخبردارى وركړى، چې د سولې د عالي شورا له آدرس پرته جلا هڅې د سولې پروسه له اصلي مسير څخه وباسي.

افغان ولسمشر حامد كرزي د بي بي سي پښتو څانگې ته په خپله ليكلې مقاله كې ويلي، چې تېر ته په پام سره، ډېر پام باید وشي، چې زموږ د سولې دغه بهیر د یو بل داسې پړاو پېلامه ونه گرځي، چې نتیجه یې واقعي سوله نه بلکې د ذیدخلو بهرنیانو لپاره خپلو لویو اهدافو ته د رسېدو یو بل قدم شي، لکه، چې په تېرو درې نیمو لسیزو کې مو پړاو پر پړاو دغه تریخ واقعیت تجربه کړی دی.

افغان ولسمشر زياته كړه، څنگه، چې د وروستي کمونیستي حکومت سقوط او کابل ته د مجاهدینو راتگ زموږ د خلکو د آرامۍ او واقعي آزادۍ باعث نه شول، په همدې ترتیب که زموږ د سولې نننی بهیر هم په ښه توگه مدیریت نه شي، کېدای شي زموږ د لا ضعف او موږ ته د نویو ستونزو د راټوکېدو سبب شي. که جنگ راباندې بهرنیو تحمیل کړی، د سولې ابتکار مو باید کاملاً پخپل لاس کې وي، که نه هغه نتیجه، چې ملت ورته منتظر دی، هېڅکله به ترې ترلاسه نه شي.

په داسې حساس پړاو کې د افغانانو د روښانه راتلونکې ضمانت یوازې د دوی اتفاق او اتحاد کولى شي.

همدارنگه ولسمشر حامد كرزي وويل، که ټول افغانان متفقانه عمل ونه کړي، په حقیقت کې به مو یوولس کاله شا ته تگ کړی وي او خدای خبر، چې بهرنیان به بیا په نوې مبهمې ایجاد شوې فضا کې کوم اهداف تعقیبوي او موږ به بیا د څومره کلونو لپاره د هغو قربانی کېږو؟

سياسي كارپوه جاويد كوهستاني په دې باور دى، چې د سولې پر عالي شورا پورې د سولې  د ټولو هڅو منحصرول له ملي گټو سره په ټكر كې دي.

د هغه په وېنا كه د سولې بهير ملي وي نو په كار ده، چې ټول جريانونه پكې داخل وي.

تر دې وړاندې افغان ولسمشر ويلي وو، چې د سولې په نوم له داسې خبرو اترو خبر شوی، چې په انفرادي ډول د بهرنیانو له خوا مخ ته وړل کېږي.

هغه وویل، چې دغه ډول خبرې اترې به د لنډه مهال لپاره سوله ټنیگه کړي، خو وايي دغه ډول هڅې د افغانستان د نظام د کمزروي کېدو لپاره کېږي، چې دی یې نه غواړي.

Trending

Exit mobile version