تازه خبرونه

که حکومت ولس د بشري ځواک په توګه ونه دروي، افغان ځواکونه به مات شي-سیاف

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې عالی شورا د پخواني رییس برهان الدین رباني د پېنځم تلین په نمانځغونډه کې د حراست شورا مشر عبد رب رسول سیاف د افغان ځواکونو تلفات د اندېښنې وړ وښودل او خبرداری یې ورکړ، چې که حکومت ولس د بشري ځواک په توګه ونه دروي، افغان ځواکونه به مات شي.

عبدرب رسول سیاف پر هغو کسانو سخته نیوکه کوي، چې مجاهدین د بشري حقونو په سرغړاوي او د هېواد په ورانولو کې ګرم ګڼي.

هغه وایي، هغوي به د دغه راز قضاوتونو ځواب ورکوي.

نوموړی دا کار یو خیانت ګڼي.

دی له حکومت غواړي چې هیچا ته اجازه ورنکړي، چې تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ته زیان ورسوي او جهادي مشرانو ته سپکاوی وکړي.

اجرائیه رییس له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه لیک ثبات ته د رسیدو په لار کې مهم ګام بولي.

هغه وایي ۲۳ کاله مخکې هڅې داوې، چې جهادي مشران یووالاي ته راوګرځي. اوس که څه هم ناوخته دی؛ خو له حزب سره د سولې هوکړه یو ستر ګام دی.

د اسلامي حزب مشرعبدالهادي ارغندیدوال وویل، مخالفین که جنګ روان وساتي؛ باید وپهیږي، چې جګړه د اسارت لپاره ده او مونږ اسیروي.          

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني؛ د برهان الدین رباني  او نورو هدفي وژنو د دوسیو د څېړلو غوښتنه لري او وایي، له اسلامي حزب سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک هیڅ ډلې ته د قضایي خوندیتوب ورکولو په معنا نه دی.

هغه زیاتوي، د اړتیا په صورت کې د اسلامي حزب مشران باید د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع په لار کې له یاغي ډلو سره مقابلې ته ودریږي.

د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ټینګار کوي، چې سیاسي نظام کې باید  جدي اصلاحات راشي او ټاکنیزو اصلاحاتو ته پلمه ونه شي.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نوربیا د واک پر عادلانه وېش ټینګار کوي او وایي، د عدالت له پلي کولو پرته ګرانه ده، چې سوله تامین شي.

د هغه په وینا؛ اوس د سولې وار رارسیدلی، که ملت خپل اختلافات یوې ډډې ته کړي او یو ځای شي، وینه توییونه به پای ومومي او بهرنۍ دسیسې به شنډې شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د مجاهدینو پر یووالي ټینګار وشو او برخوالو یې له ګډ دښمن سره د مبارزې بېلابېلې خواوې راوسپړلې.

Trending

Exit mobile version