سیمه ییز خبرونه

که د افغان دولت او طالبانو تر منځ ناسته د ملا عمر په خوښه تر سره شي، مثبتې پايلې به ولري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

راپورونه وايي، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوى دوبۍ ته تللی څو هلته د طالبانو له یو شمېر پخوانیو او اوسنیو مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

رويټرز خبري آژانس د ځينو سرچينو له خولې ويلي، چې د سولې د عالي شورا د دارالانشا د مشر معصوم ستانكزي په مشرۍ يو پلاوى د يكشنبې په ورځ ( د سلواغې ۲۵ ) متحدو عربي اماراتو ته تللى، څو دوبۍ كې د معتصم آغا جان په مشرۍ له يو شمېر پخوانيو او اوسنيو طالب مشرانو سره وويني.

د سولې عالي شورا ځينو غړو په دې اړه بې خبري وښوده، خو يو پخوانى طالب مشر سيد اكبر آغا، چې دا مهال كابل كې اوسېږي، وايي، که د افغان دولت او طالبانو تر منځ دا ناسته د ملا عمر په خوښه تر سره شي، مثبتې پايلې به ولري.

سيد اكبر آغا همدارنګه وايي، د افغان حكومت له خوا له بګرام زندان څخه د ځينو بنديانو خوشې كېدو او د هېواد روانو حالاتو ته په كتو طالبان دې ته هڅول شوي، چې د سولې خبرو ته زړه ښه كړي.

دى زیاتوي، د طالبانو د مشر يوه مهمه غوښتنه همدا د بنديانو خوشې كېدل و.

دوبۍ ته د سولې د عالي شورا د پلاوي د سفر دا راپور په داسې حال كې خپرېږي، چې د معتصم آغاجان په مشرۍ دې ښار كې څو ورځې مخكې ځينو پخوانيو او اوسنيو طالب مشرانو يوې غونډه كې د بين الافغاني خبرو اترو د بهير پر پېل ټينګار كړى و، كوم وړانديز چې د افغان حكومت له هركلي سره مخامخ شوى دى.

Trending

Exit mobile version