سیمه ییز خبرونه

که د افغان ښځو لاسته راوړنې ونه ساتل شي دا به د نړیوالې ټولنې د ناکامۍ په معنا وی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ملګري ملتونه له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغان ښځو راتلونكې ته اندېښنه لري. د ملګرو ملتونو له ښځو سره د مبارزې كمېټه خبردارى وركوي، چې كه له ۲۰۱۴ كال وروسته د ښځو لاسته راوړنې ونه ساتل شي، دا به په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې د ناكامي په معنا وي.

څه باندې لس كاله كېږي، چې د افغان ښځو د پرمختګ لپاره ګڼ پروګرامونه د افغانستان د متحدينو له خوا تطبيق شوي او په دې پروګرامونو زياتې پېسې هم لګېدلي دي.

تر ډېره خلك خوښ ښكاري، چې د طالبانو د رژيم په پرتله اوس د ښځو حالت ښه شوى او ښځو تر يوه حده پرمختګ ګړى دى.

خو ملګري ملتونه له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغان ښځو حالت ته اندېښنه لري.

د ملګرو ملتونو له تبعيض سره د مبارزې د كمېټې مسئوله ايميلين په وېنا، كه د افغان ښځو لاسته راوړنې ونه ساتل شي، دا به د نړيوالې ټولنې د ناكامي په معنا وي.

دلته په كابل كې هم د افغان ښځو پر وضعیت جدي اندېښنې موجودې دي، په كابل كې د مدنې ټولنې فعاله صغرا سعادت وايي، د افغان ښځو لاسته راوړنې له خطرونو سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو همدا راز ويلي، له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو د وتلو د نېټې په را نږدې كېدو سره په دې هېواد كې د ښځو د حقونو د تامين په برخه كې لاسته راوړنې به له خطر سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو په تازه راپور كې، چې په دې اړه خپور شوى، جبري ودونه او له خپلو كورونو څخه تر تېښتې وروسته ښځې په سزا محكومول غندل شوي او د اړونده ادارو په كړنو نيوكې شوې دي.

Trending

Exit mobile version