تازه خبرونه
که د افغانستان په المپیک کې ټاکنې ونشي هڅې به یې وځنډول شي
ورزشي کارپوهان وایي، که د افغانستان په المپیک کې اختلافونه پای ته ونه رسیږي؛ د نړیوال المپیک لخوا به یې هڅې وځنډول شي.
ورزشي کارپوه علي اکبر اصغر زاده په ډاګه کړې، چې د اوسنیو ستونزو د پای یوازنۍ لار ټاکنې دي.
د بدنې روزنې او ورزش رییس همایون خیری وایي، د المپیک ملي کمیته، چې یو نادولتي بنسټ دی؛ د افغانستان د ورزشي فعالیتونو د تنظیم مسوولیت ور پر غاړې شوی، خو په وروستیو دوه کلونو کې د دې کمیتي خپلمنځيو ستونزو سترې ننګونې را منځته کړې دي.
همدا اوس د المپیک ملي کمیتې مشري محمد ظاهر اغبر کوي او په همدې نوم د یو بل بنسټ رهبري محمود حنیف په غاړه لري.
دواړه کمیتې خپل تمویلوونکي لري؛ اغبر د آسیایې او نړیوالې شورا لخوا او حنیف د ولسمشر د لومړي معاونیت له لوري تمویلیږي.
د دواړو بنسټونو مشرتابه مقابل لوری تورنوي، چې ناقانونه دی.
د افغانستان د المپیک نړیوالې کمیتې رییس محمد ظاهر اغبر وایي، له مونږ پرته بل المپیک نشته او زه هیله من یم، چې سیاسیون دې اړتیا ته پاملرنه وکړي.
د المپیک ملي کمیتې سرپرست محمود حنیف وایي، لومړنی المپک همدا زمونږ المپیک و او دا بل وروسته رامنځته شوی دی، قانوني بڼه نلري.
په همدې حال کې آریانا نیوزته، چې کوم اسناد رسیدلي ښیي؛ د ولسمشر لومړي مرستیال د محمود حنیف سرپرستي تائید کړې؛ خو د آسیا د المپیک شورا او نړیوالې شورا په سایتونو کې د محمد ظاهر اغبر نوم درج دی، چې د افغانستان د المپیک ملې کمیتې د رییس په توګه یې یادونه شوې ده.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وایي، د افغانستان د المپیک ملي کمیته مشروعیت لري، چې په وینا یې نړیوال همدا بنسټ په رسمیت پېژني.
ټاکل شوې وه د تېر کال په وروستیو کې د دغې ستونزې اوارۍ لپاره د المپیک ریاست ته ټاکنې شوې وای؛ خو د المپیک نړیوالې کمیتې په دې برخه کې ټاکنې تر ناڅرګند وخته وځنډولې.