تازه خبرونه
که د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت شرطونه په پام کې ونه نیول شي؛ ګډون نه کوو
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافیظ احمد ضیا تکل د چارشنبې پر ورځ (د سلواغې پېنځهویشتمه) په ایکس کې لیکلي؛ د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د دوحې په ناسته کې د پام وړ حضور لپاره له ټولو ګډونوالو سره خبرې روانې دي او که د اسلامي امارت شرطونه په پام کې ونه نیول شي؛ په دې غونډه کې ګډون هم به د پام وړ نهوي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي: که د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ پر لوړه کچه د ټولو مسایلو په اړه د معقولو مشورو زمینه برابره شي؛ اسلامي امارت کولی شي د افغانستان په استازیتوب خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي.
دغه راز په دې کتنه کې د روسیې فډراسیون سفیر ویلي، چې د افغانستان پر دریځ پوه دی او د مسکو چارواکو ته به یې وړاندې کړي.
اسلامي امارت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي له ټاکلو سره هم مخالفت ښودلی او په دې غونډه کې یې د معناداره حضور غوښتنه کړې ده.
ټاکل شوې، چې د دوحې غونډه راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو لهخوا جوړه شي.