تازه خبرونه

که د شوروي د یرغل په وړاندې پاکستان نه وای اوس به افغانستان نه و

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار وایي، چې که د شوروي یرغل په وړاندې پاکستان نه وای دریدلی اوس به افغانستان نه و.

د پاکستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار ناصر جنجوا وایي، که پاکستان د پخواني شوروي د یرغل پر مهال له افغانستان سره مرسته نه وای کړې او د  شوروي په وړاندې نه وای دریدلی؛ نو نن به د نړۍ په نقشه کې افغانستان نه و.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وایي،  چې د افغانستان د جهاد ډېره ګټه پاکستان ته ورسیده.

د نوموړي په وینا؛ د سره پوځ په وړاندې د افغانانو جهاد نه یوازې افغانستان د وخت له یرغله وژغوره، بلکې پاکستان یې هم وساتلو.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند رییس عمران خان وایي، له مجاهدینو د پاکستان ملاتړ تېروتنه وه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پاکستان نه یوازې د شوروي په وږړاندې جهاد ته ورودانګل، بلکې  افغان مجاهدین یې په دالرو کرایه ونیول او وروسته یې د هغو د له منځه وړلو لپاره دالر واخستل.

هغه زیاتوي، د پاکستان دا اقدام د دې سبب شو، چې ترهګر هلته وده وکړي. د پاکستان د همدې سیاست له کبله ډېر تلفات پاکستانیانو ته واوښتل.

ځینې پخواني جهادي قومندانان وایي، که پاکستان په هغه مهال کې له مجاهدینو په ملاتړ کې تېروتنه کړې وه اوس هم له طالبانو د ملاتړ له لارې دا تېروتنه تکراروي.

ویل کیږي، چې په سیمه کې اوس وضعیت بدل شوی روسیې هم  له طالبانو سره اړیکې نیولي دي. د پاکستان پخواني ولسمشر ضیا الحق د افغانستان جهاد د پاکستان دفاع بلله؛ خو اوس یې سیاستوال تېروتنه بولي.

خبریال: علی اضغري

Trending

Exit mobile version