تازه خبرونه
که د هېواد اوبه سمې مدیریت نشي، ستره جګړه به رامنخته شي
طبیعي پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزیر وایي؛ که د هېواد اوبه مدیریت نه شي، ستره جګړه به پرې رامنخته شي .
طبیعي پېښو ته د لاسرسۍ په چارو کې د دولت وزیر خبرداری ورکړ، چې که د هېواد اوبه په ځانګړي توګه د ځمکې لاندې اوبه سم مدیریت نشي، د اوبو پر سر به ستره جګړه رامنځته شي.
د طبیعي پېښو په چارو کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم وایي، چې اوچکالۍ ستر بشري ناورن رامنځته کړی دی. که مدیریت نشي ستره جګړه به رامنځته کړي. د نړۍ ټول هېوادونه د اوچکالۍ په له منځه وړلو کې ګډ کار کوي.
د هغه په وینا، ځینو ولایتونو کې درنده واوره شوې؛ خو دا نشي کولی وچکالي کمه کړي.
کارپوهان اوبه د هېوادونو د ټکر اساسي ستونزه بولي او ټینګار کوي، چې د نن جګړه تر ډېره پر اوبو ده.
د دوی په باور اوبه کولی شي د هېوادونو تر منځ د امنیت د تامین په برخه کې اساسي رول ولوبوي.
د حقوقي او سیاسي مطالعاتو د بنسټ غړی مسعود ترشتوال وایي، چې اوبه اقتصادي کالي دی، چې د هېوادونو د امنیت خوندي کولو په اړه ترې ګته پورته کیدی شي. جګړه یوازې پوځي اړخ نلري؛ مونږ اقتصادي، فرهنګي او سیاسي جګړې هم لرو.
مخکې لدې هم حکومتي چارواکو د اوبو کموالی اساسي ستونزه یاده کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې له اوبو بې حده ګټه د اندېښنې وړ ده.