سیمه ییز خبرونه
که د ولسمشرۍ کاندیدانو د چوپتیا له دورې سر غړونه وکړه جریمه به شي
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون خبردارى وركوي، چې كه د چوپتيا په دوره كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو كانديدان له دې دورې سرغړونه وكړه، له لس زرو تر سل زرو افغانۍ به جريمه شي.
د چوپتيا دوره چهارشنبې ( د وري ۱۳ ) د شپې په دولسو بجو پېلېږي او د رايي وركولو تر مهاله به دوام كوي.
په همدې حال كې د ټاكنیزو شکایتونو د خپلواك کمیسیون ویاند نادر محسني له رسنيو غواړي، چې د چوپتيا په دوره كې ټاكنيزې سيالۍ او مناظرې خپرې نه كړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رسنیو رئیسه فریده نیکزاد د رسنیو کړنې د ټاکنیزو منډو ترړ پر محال ستایی او له رسنیو غواړي، چې د چوپتیا دورې ته هم احترام وکړي.
راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ ( د وري ۱۶ ) به په ټول هېواد کې ټاکنې تر سره شي او وروسته له رایی ورکولو د همهغی ورځې په مازدیګر به د رایو شمېرنه پېل شي، چی شاهدان د ټاکنو په مرکزونو کې تر ۴۸ ساعتونو کولای شي خپل شکایتونه د دغه کمیسیون د شکایتونو په فورمه کې ثبت کړي.