1393ټاكنې

که د ولسمشرۍ کاندیدان قومي او ژبنیو مسایلو ته لمن ووهي ممکن رد صلاحیت شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواك كميسيون د ولسمشرۍ كانديدانو ته خبردارى وركوي، چې قومي مسايلو ته لمن ونه وهي او كه له دې اصل څخه سرغړونه وشي، ښايي كانديد رد صلاحيت شي.

د غبرګولي په لومړۍ نېټه د ولسمشرۍ د دويم پړاو كانديدانو ټاكنيزې مبارزې پېل شوې دي، د ټاكنو خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور وايي:

د ټاكنيز كمپاين پر مهال بايد د هېواد نافذ قوانين تر پښو لاندې نه شي، او قومي او ژبنيو مسايلو ته لمن ونه وهل شي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون خبردارى وركوي، چې كه له دې اصل سرغړونه وشوه ممكن كانديد رد صلاحيت شي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون ټينګار كوي، چې د وري د ۱۶ نېټې له امنيتي راپور به استفاده وكړي ځكه هېڅ مركز نه دى زيات شوى بلكې د رايو وركولو محلونه په پخوانيو مركزونو كې ډېر شوي دي.

په همدې حال كې د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، له ولايتي دفترونو يي ولسواليو ته د اساسي ټاكنيزو موادو لېږد پېل شوى دى.

د ټاكنو خپلواك كميسيون ټينګار كوي، چې وروسته له دې به د عامه پوهاوي په برخه كې كار كوي څو خلك د ټاكنو په ارزښت پوه شي.

Trending

Exit mobile version