تازه خبرونه

که د پوستکي د پروسس فابريکې ولرو، پوستکي به مو پاکستان ته په نيمه بيه نه ځي. سپاهي زاده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رياست وايي هره مياشت له سل زرو ډېر پوستكي له دغه ولايت څخه پاكستان ته صادرېږي. د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رييس شېراحمد سپاهي زاده وايي د پوستكو د پروسس فابريكو د نشتوالي له امله د څارويو ډېر پوستكي پاكستان ته وړل كېږي او وروسته نړيوالو بازارونو ته د پاكستان په نامه صادرېږي.

د نورو كلونو په پرتله سږ کال هم په بلخ ولایت كې د څارويو بازار ګرم و، په مزارشريف كې د پوستكي د پلورلو په ماركېټ كې سوداګر وايي چې د تېرو مياشتو په پرتله پاكستان ته د پوستكو د صادراتو كچه څو برابره لوړه شوې.

پوست په دغه ولايت كې د څارويو لرونکو له پاره د عايد يوه سرچينه ده.يو شمېر سوداګر وايي ډېر كله يې پاكستان ته صادرات په زيان تمامېږي او يا يې هم پاكستاني سوداګر پيسې په خپل وخت نه وركوي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رييس شير احمد سپاهي زاده وايي د پروسس د كارخانې نشتوالى او له سوداګرې نه ملاتړ ددې لامل شوى چې ډېر پوستكي پاكستان ته صادر شي او له هغه ځايه نړيوالو بازارونو ته د پاكستان په نامه لاړ شي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رييسزياته کړه، په بلخ ولايت كې د پوستكي سوداګر وايي پوستكي له شمالي ولايتونو كابل او وروسته پاكستان ته لېږدوي چې پيا له دغه هېواده فنلند، بلجيم او آلمان ته صادرېږي.

 

 

 

Trending

Exit mobile version