تازه خبرونه

که د پکتیا د مچلغو برښنا بند چارې پیل نشي، په ټاکنو کې ګډون نکوو- خلک

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ اوسیدونکیو ویلي، که د مچلغو برښنا بند چارې پیل نشي په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون نه کوو.

د احمدابا ولسوالۍ قومي مشران او ځوانان وايي، که مرکزي  حکومت د مچلغو برښنا بند د جوړیدو چارې پيل نکړي په راتلونکیو ولسمشريزو ټاکنو کې به برخه وانخلي او له دولت سره به پرېکون اعلان کړي.

د پکتيا ولايت د احمدابا ولسوالۍ اوسیدونکی محمد حنیف وايي، چې که په روان کال کې د مچلغو برښنا بند د جوړیدو چارې پيل نشي؛ پر لاريونونو به لاس پورې او په راتلونکیو ولسمشريزو ټاکنو کې به برخه وانخلو.

 د سیمې هجران نومی اوسیدونکی وايي، له تېرو څوکلونو راهیسې د دې بند د جوړیدو وعدې ورکړ شوي؛ خو د چارو پیلولو ته یې پاملرنه نده شوې.

دوی زیاتوي، چې مرکزي حکومت ورسره ۱۸ کاله يوازې وعدې کړي او د ولسونو په سترګو کې خاورې اچوي.

د پکتیا ولایت ویاند عبدالله حسرت بیا وايي، د یاد بند د سروې چارې په خلاصیدو دي او ډېر ژر به يې عملي چارې پیل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د بند د کار له پیل به مخکې په سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي، چې د تېر په څېر د مچلغو د بند چارې له امنیتي ستونزو سره مخ نشي.

احمدابا ولسوالي ګردیز ته نږدې ولسوالي ده، چې تر نورو ولسواليو یې امنيت خوندي او په ټولو پوځي ادارو کې یې د سيمې اوسیدونکي د سرپه بیه هر راز خدمت ته چمتوالی لري؛ خو حکومت بيا هم دا خلک له پامه غورزولي دي.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version