تازه خبرونه

که د ۷ ولایتونو د رایو د بیا شمېرلو اجازه ورنکړ شي، لومړنۍ پایلې اعلانوو- نورستانۍ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي، چې که معترض نوماندان په اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو اجازه ورنکړي، د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به اعلان کړي.

ټاکنو خپلواک کمیسیون دا مهال د هغو فني راپورونو څېړنه کوي، چې د دارالانشا ریاست لخوا ورته وړاندې شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه حوا علم نورستانۍ وایي، چې معترضانو په اووه ولایتونو کې د دوی د ولایتي دفترونو د دروازو له تړلو سره د دوی خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

هغې له معترضانو وغوښتل، چې په اووه ولایتونو کې دې د رایو د بیا شمېرلو اجازه ورکړي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراي رییس او ټاکنڅاري یوسف رشید ویلي؛ دومره ژر امکان نلري، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ یا وروستۍ پایلې ژر اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دارالانشا ریاست په اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو بهیر د پیل لپاره د ټاکنیزو شکایتونو له خپلواک کمیسیون څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبيب الرحمان ننګ د ټاکنیزو شکایتونو له خپلواک کمیسیون وغوښتل، چې د اووه ولایتونو د رایو د بیا شمېرلو د بهیر له پیل سره مرسته وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په اوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو لپاره د منځګړیتوب په اړه وایي هڅه کوي، چې ښکېل لوري د دې بهیر پر پیلیدو قانع کړي؛ خو معترض نومندان یې نه مني.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال  محمد رضا فیاض ویلي، چې منځګړیتوب ته یې ښکېلو خواوو غاړه نده ایښې.

تر دې مهاله ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې تړاو، چې لومړنۍ پایلې کله اعلانوي، وروستۍ پرېکړې ته ندی رسیدلي.

Trending

Exit mobile version