نړۍ

که روسیه پر اوکراین پوځي برید وکړي؛ بې ساري بندیزونه به پرې ولګول شي – اروپا

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۴۰۰)

اروپايي ټولنې مسکو ته خبرداری ورکړی، چې که روسیه پر اوکراین د برید پرېکړه وکړي؛ نو له بې ساري اقتصادي بندیزونو سره به مخ شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون ویلي، چې مسکو ته به یو ګډ خبرداری واستوي.

د ختيځ او لویديځ ترمنځ کړکېچ له هغې وروسته ډېر شو، چې روسيې له اوکراين سره په پوله کې زرګونه پوځيان ځای پر ځای کړل او ورسره دا وېره ډېره شوه، چې ښايي مسکو پر اوکراين برید وکړ؛ خو مسکو ویلي، چې پر کیف د برید پلان نلري.

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیوس لاینډبرګیس په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وویل: د روسیې د تاکتیکونو له پوهیدو سره باوري یم، چې د دوی یوه موخه د لویدیځ وېشل دي. دا هغه بریا ده، چې مونږ یې روسانو ته ورکولی نشو.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر ژپه کوفود خبریالانو ته ویلي: په دې کې شک نشته، چې که روسیه بیا پر اوکراین برید وکړي؛ مونږ چمتو یو، چې پرې بې ساري بندیزونه ولګوو.

ژپه کوفود ونه ویل، چې کومې برخې به یې تر بندیزونو لاندې راشي.

Trending

Exit mobile version