تازه خبرونه

که سيلوګانې خصوصي سكتور ته وسپارل شي، پانګونه به پرې وشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو خونه وایي كه د كرنې او مالدارې وزارت سيلوګانې خصوصي سكتور ته وسپاري، پانګوال چمتو دي چې په دې برخه كې پانګونه وكړي.

په دې خونه كې چارواكي وايي كه په هيواد كې له شته سيلوګانو استفاده شوې واى، نو ډيرو كسانو ته به د كار زمينه برابره شوې واى.

په همدې وخت كې د كرنې او مالدارۍ وزارت وايي كه له خصوصي سكتور سره په شرايطو كې جوړ راشي، چمتو دي چې په دې برخه كې ګډ كار وكړي.

سيلوګانو يو وخت په هيواد كې زرګونو كسانو ته د كارزمينه برابره كړې وه او د ډوډۍ په برخه كې يې د امنيتي ځواكونو او خلكو ډېرې اړتياوې پوره كولې، خو اوس تر ډيره دا سيلوګانې په ټپه ولاړې دي.

په هيواد كې پنځه سيلوګانې شته چې تراوسه نه د دولت لخوا فعالې شوې او نه يې خصوصي سكتور ته سپارلې دي.

خان جان الكوزى – د سوداګرې او صنايعو خونې مرستيال:

په ډیرې لويې پانګو نې سره دغه سیلو ګانی جوړي شوی؛ خو اوس نه ترې دولت پخپله استفاده کوي؛ او نه هم خصوصي سکتور ته اجازه ورکوي چې پکي پانګو نه وکړي.

په همدې وخت كې د شته سيلوګانو ډېر وسايل لاهم د استفادې وړې او لږې پانګونې ته اړتيا لري چې بيا فعاليت پيل كړي.

د كرنې او مالدارې وزارت وياند -لطف الله راشدوايي؛ كه په شرايطو كې جوړ شي نو چمتو دى چې له خصوصي سكتور سره په ګډه كار وكړي:

دغه سیلو ګانې که لږ موډرین سازي شي، سشتونزې نه لري؛ مونږه له خصوصي سکتور سره کومه ستونزه نه لرو؛ خو که په شرایطو کې له دولت سره خصوصي سکتور جوړ راشي، ښایي په ګډه کار وکړو.

په ورته وخت كې یوشمیر پانګوال وايي چې که دا سیلو ګاني خصوصی سکتور ته ورکړل شی هم به په زرګونو کسانو ته دکار زمینه برابره شی او هم به دسوداګرو پانه ګه په کوردننه ولګول شی .

اعتبارخان ځدران – ملی سوداګر:

دسیلو ګانو په رغونې او فعالیت دومره پانګې ته اړتیا نشته؛ دولت باید له خصوصي سکتورسره په ګډه دافعالې کړي ترڅو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي

كابل، هرات، بلخ، بغلان او كندهار هغه ولایتونه وو چي سیلوګانې پکې فعالې وې.

د اقتصادي چارو شنونکي وایي که دولت له خصوصي سکتور سره په ګډه دا سيلوګانې فعالی کړي د كورنيو توليداتو د پراختيا لامل به هم شي.

خبریال:اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version