تازه خبرونه

که طالبان تاوتریخوالی کم نکړي، سولې ته رسیدل ناشوني دي – ولسمشرۍ ماڼۍ

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۶, ۱۳۹۹

د ولسمشر ویاند له طالبانو غواړي چې اوربند ته غاړه کیږدي او پریږدي چې د خلکو د ستونزو پر حل کار وشي.

د ملي امنیت شورا وایي، تېرو دوو ورځو کې نږدې دوه سوه طالب بندیان د هېواد له زندانونو خوشې شوي دي. په دې سره د ټولو خلاصو شویو بندیانو شمېر اووه سوه اته څلویښتو ته ورسېد.

جاوېد فیصل، د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند، وایي چې حکومت سولې ته د رسیدلو په موخه ګامونه پورته کړي دي خو طالبان په صلح باور نلري او تاوتریخوالې یې زیات کړې دې.

صدیق  صدیقي، د ولسمشر ویاند، وایي چې که چیرې د طالبانو لخوا تاوتریخوالې بند نشي، نو په خواشینۍ سره نشو توانیدلې چې د سولې ته ورسیږو.

د یادونې وړ ده چې تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې د هلمند په ولایت کې د طالبانو په موټر بم برید کې ۱۵ امنیتي سرتېرو او منسوبینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

همداراز په پکتیکا کې د عشاء د لمانځه لپاره د انتظار کوونکو پر لور لاسي بم غورځول شوی چې شلو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستان چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، هم د دې بریدونو زیاتوالی د افغانستان سولې بهیر لپاره ګواښ بولي.

خلیل صافی، د افغانستان د سولې مرکز رئیس، وایي چې له توافق څخه هر راز تخطی به  د امریکې او طالبانو د څارنیزې ډلې لخوا تر شننې لاندې ونیول شي.

اګر که طالبانو هم حکومت اړوند ۱۱۲ بندیان خوشې کړي او ویلي یې دي چې که د ۵ زرو طالب بندیانو د خلاصولو بهیر ګړندی شي، د افغانانو خپلمنځي خبرې به پیل شي – دا هغه خبرې دي چې د اختلافونو له کبله یې لا تر اوسه اجنډا نه ده بشپړ شوې.

Trending

Exit mobile version