تازه خبرونه

که طالبان سوله نه مني اسلام آباد دې پرې مالي سرچينې وچې او پناه ځايونه وتړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي له اسلام آباده غوښتي، چې که افغان طالبان خبرو ته نه شي کینولى؛ نو مالي سرچينې دې پرې وچې او يا دې پناه ځايونه پرې ودروي.

نوموړي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې دغه زیاته کړې، چې په تېرو اووه مياشتو کې د کابل او اسلام آباد اړيکي ډېرې نږدې شوې او که د پاکستان حکومت د طالبانو پناه ځایونه له منځه یوسي؛ د افغان حکومت باور به پرې لا ډېر شي.

حکمت خلیل کرزي روانه میاشت افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سفر د سولې د خبرو اترو په پړاو کې مهم گام وباله او ویې ویل؛ ښاغلي شریف له ښکاره پیغام سره راغلی و.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن او د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن وباله؛ خو اوس افغان حکومت او عام ولس دې ته سترگې په لار دي، چې د پاکستان حکومت په دې اړه څه ډول عملي گامونه پورته کوي.

حکمت خلیل کرزي په خپلو خبرو کې په داگه کړې، چې افغان حکومت له پاکستان سره د خبرو اترو لپاره یوه کړکۍ پرانېستې او که د پاکستان حکومت عملي گامونه پورته نه کړي؛ نو ښايي د خبرو اترو دا فرصت له منځه ولاړ شي.

Trending

Exit mobile version