تازه خبرونه
که طالبان سوله کوي؛ نو له وژنو دي لاس واخلي – اشرف غني
ولسمشر، چي د پنجشنبې پر ورځ کندهار ته په یو ورځني سفر تللى و؛ د کندهار خلکو ته یې په وينا کې له وسلوالو طالبانو وغوښتل؛ د زور له لاري نه، بلکي د سولي له لارې دې سیاست وکړي.
ولسمشر غني ويلي؛ دوى د ٥٠٠٠ طالب بنديانو له خوشي کولو سره خپله د سولي اراده ثابته کړې او بايد وسلوال طالبان هم جګړه او وژني ودروي.
هغه زیاته کړې؛ په وروستيو کلونو کي ١٦ سلنه آبادي وسلوالو طالبانو له منځه وړې او ملي شتمنۍ يې زيانمنې کړې، چي دا حالت د سولي خبرې هم ټکنۍ کوي.
ولسمشر ټينګار کوي، چي نور به هيڅ طالب بندي خوشي نکړي او له طالبانو غواړي، چي اوربند وکړي او د سولي دوه يم پړاو خبرې د کندهار ولايت په خرقه مبارکه او یا هم د احمد شاه بابا او میرویس نیکه په زیارتونو کې؛ پيل کړي.
ولسمشر ديني عالمانو ته هم په وينا کي څرګنده کړې، چي ډېر ژر به ورته د سرپناه لپاره ځمکي ورکړي، چې وکولى شي د فتنه ګرو روانه فتنه له منځه يوسي او اسلامي ارزښتونه وساتل شي.
دغه راز د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ويلي، چې وسلوال طالبان اوس هم له القاعده شبکې سره اړيکي لري او له ۴ څخه تر ٨ سلنې ولسي ملاتړ ور پر برخه دی.
د ولسمشر لومړۍ مرستيال امراالله صالح وايي؛ که څه هم وسلوال طالبان له القاعده شبکې سره اړيکي ردوي، خو دوى داسي اسناد په لاس کي لري، چي طالبان اوس هم له القاعده شبکې سره له اړيکو برخمن دي.
ولسمشر اشرف غني په کندهار کې د خلکو پر یووالي ټينګار وکړ او څرګندوي، چې د دې ولایت د پراختیا لپاره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.
کندهار ته د ولسمشر غني دا سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې په دې ولایت کې د ناامنیو پېښې ډېرې شوې دي.
