تازه خبرونه

که طالبان منزوي شي افغانستان نور هم بې ثباته کیږي – قطر

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۰, ۱۴۰۰)

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد خبرداری ورکړی، چې که نړۍ طالبان منزوي کړي افغانستان به نور هم د بې ثباتۍ پر لوري روان شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې تر اوسه د طالبانو په رسمیت پېژندل د دوحې په لومړیتوبونو کې نشته؛ خو خبرداری ورکوی، چې که طالبان منزوي شي، افغانستان به د بې ثباتې خواته روان شي.

شیخ محمد د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر سره په دوحه کې د خبرو پر مهال ویلي؛ په افغانستان کې د امنیت د ټينګښت او اقتصادي ودې لپاره په کار ده، چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره ګډې همکارۍ روانې وساتي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الطهانی وایي: مونږ باوري یو، چې انزوا مناسب ځواب ندی؛ خو اوس هم د طالبانو پر رسمیت پېژندل زمونږ په لومړیتوبونو کې نشته. طالبان په ۱۹۹۶زېږدیز کال کې منزوي شول. مونږ په افغانستان کې ولیدل، چې مشارکت او ګډون مثبتې پایلې لري.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر پوښتنې ته ورته ویلي؛ که نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپل مشارکت ته پای ورکوي او شرایط وړاندې کوي، نو څوک به اوسنی تشه ډکه کړي؟! له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې د نړۍ مشارکت ته اړتیا ده.

شیخ په دې اړه وایي: زمونږ ونډه داده، چې له پراخ بنسټه او داسې حکومته ملاتړ وکړو، چې ټولې خواوې په کې وي او هیڅوک بهر پاتې نشی. له طالبانو سره په دې اړه زمونږ خبرو ته هغوی هیڅ ډول منفی یا مثبت غبرګون ونښود؛ خو وایي، چې هر ډول وړاندیزونه اوري.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د سیمې د هېوادونو؛ پاکستان، ازبکستان او تاجکستان له سفر وروسته دوحې ته تللی او وايي، چې له طالبانو سره د خبرو هڅ لاره نشته.

ده ویلي، چې د افغانستان بې ثباتي د زغم نده او په افغانستان کې باید داسې پراخ بنسټه حکومت جوړ شي، چې بشري او د ښځو حقونو ته درناوی ولري.

نوموړی وایي: زما په باور له طالبانو سره د خبرو هیڅ لاره نشته؛ مونږ باید د کابل د هوايي ډګر د پرانیستلو موضوع حل کړو او دا، چې مونږ ته د افغانستان بې ثباتي هم د منلو نده.

هایکو ماس ویلي؛ آلمان د طالبانو چال چلند ته په تمه دی، چې له ځينو ارزښتونو سره څه ډول چلند کوي.

هغه ویلي؛ دمګړۍیې په نړیواله کچه د رسمیت پېژندو مساله نشته. مونږ باید مهم مسایل حل کړو. طالبانو ته مو په ښکاره ویلي، چې مونږ ځينې ارزښتونه لرو، چې باید احترام یې وشي. بشري او د ښځو حقونو ته درناوی او پراخ بنسټه حکومت جوړول هغه څه دي، چې مونږ یې د لیدو تمه لرو.

آلمان ټينګار کوي، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر باید پرانیستي وي، د آلماني وګړیو او هغو افغانانو د وتلو لار خلاصه شي، چې غواړي له دې هېواده ووځي.

قطري چارواکو په ډاګه کړې؛ د کابل د نړیوال هوايي ډګر له پرانیستل کیدو سره به دوی پوه شي، چې طالبان د خلکو د سفر آزادۍ ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر امریکايي پوځونو د کابل هوايي ډګر د ځينو برخو او وسایلو د ویجاړولو تور لګولی او وایي، چې امریکايي پوځونو یو شمېر چورلکې، موټر او ودانۍ ویجاړې کړي دي.

Trending

Exit mobile version