تازه خبرونه

که عدالت نه وي، نظام حاکم پاتې کېدی نشي – د اسلامي امارت رهبر

په یوه پیغام کې، چې له بلخ ولایت څخه خپور شوې؛ د اسلامي امارت رهبر مولوي هبة‌الله اخوندزاده د دې ولایت له چارواکو سره په خبرو کې ویلي، چې که عدالت نه‌وي او شخصي اړیکې او غوښتنې زیاتې شي؛ بیا، نو دا نظام حاکم پاتې کېدی نشي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر د هېواد شمالي، شمال ختیځو او شمال لویدیځو ولایتونو ته په خپل سفر کې له چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې د ولسونو ترمنځ پر یووالی او همغږس ټینګار کړی او واییګ که عدالت نه وي، دا نظام حاکم باتې کېدی نشی.

په یوه پیغام کې، چې له بلخ ولایت څخه خپور شوې؛ د اسلامي امارت رهبر مولوي هبة‌الله اخوندزاده د دې ولایت له چارواکو سره په خبرو کې ویلي، چې که عدالت نه‌وي او شخصي اړیکې او غوښتنې زیاتې شي؛ بیا، نو دا نظام حاکم پاتې کېدی نشي.

د اسلامي امارت مشر ویلي: که ظلم، ترهه، غوښتنې وي او زورواکي محاکمه نشي، بوسه محاکمه شي، کارونه پر واسطه شي او عدالت پلی نشي؛ دا نظام به پاتې نشي.

دغه راز د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت رهبر د بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو له چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په کتنه کې د ولسونو ترمنځ پر یووالي او همغږۍ ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم ویلي، چې مولوي هبة‌الله اخوندزاده د دې غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د هېواد د قومونو ترمنځ د یووالي لپاره کار وکړي.

ویل کیږي، چې په دې سفر کې د اسلامي امارت رهبر د خلکو د ستونزو له اوریدو وروسته د حل په موخه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.

Trending

Exit mobile version