سیمه ییز خبرونه

که له امریکا سره امنیتی هوكړه ليك مونږ ته ګټور نه وي، امريكايان كولاى شي افغانستان پرېږدي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر وايي، كه له امريكا سره اوږد مهاله هوكړه ليك مونږ ته ګټور نه وي، امريكايان كولاى شي له افغانستان څخه ووځي. دى همدارنګه وايي، چې افغانستان او امريكا بايد په امنيتي سند كې خپلې ګډې ګټې په روښان ډول او برابري وويني.

د كابل او واشنګټن تر منځ پر امنيتي هوكړه ليك خبرې اترې په دې ورځو كې د افغان او امريكايي چارواكو په تودو بحثونو اوښتې دي.

افغان ولسمشر حامد كرزى وايي:

په دې سند كې د افغانانو د ګټو د خوندي كولو په هڅه كي دی، خو امريكايي چارواكي بيا بېړه لري څو دا سند ژر لاسليك شي.

ولسمشر حامد كرزي له بي بي سي شبكې سره په مركه كې يو ځل بيا ټينګار كړى، چې بايد د افغانانو ګټې په دې سند كې په پام كې ونيول شي.

افغان ولسمشر همدارنګه زیاتوي، چې كه دا هوكړه ليك په اوږدمهال كې مونږ ته ګټور نه وي، امريكايان كولاى شي، افغانستان پريږدي. دا سند بايد د افغانستان موخو او ګټو ته مناسب وي. كه زمونږ حال ته مناسب نه وي او كه د هغوی حال ته هم مناسب نه و، روښانه ده، چې هر لورى به جلا لار په مخ كې نيسي.

د ناامنيو پر پراختيا اندېښنه بله مسئله ده، چې ښاغلى كرزى پرې اندېښنه ښكاره كوي. دى وايي، د افغانستان پر روان امنيتي حالت خوشبين نه دى.

حامد کرزی همدارنګه وایی، د امنيت په ډګر كې د ناټو كړنې د افغانستان د كړاو سبب شوې، ډېرو خلكو خپل ژوند له لاسه وركړ او هېڅ پرمختګ حاصل نه شو او افغانستان امنيت نه لري زه خوښ نه يم، چې ووايم نسبي امنيت لرو. دا هغه څه نه دى، چې په لټه كې يي ووسو. هغه څه چې مونږ غواړو بشپړ امنيت او د ترهګرۍ پر ضد مشخصه او روښانه جګړه ده.

افغان ولسمشر همدا راز وويل، ناټو بايد د افغانستان په كليو او لرو پرتو سيمو كې جګړه ودروي او هغو ځايونو كې جګړه وكړي چېرې، چې ترهګر خوندي ځايونه لري او فعاليتونه تر سره كوي. ښاغلى كرزى وايي، د كابل او واشنګټن تر منځ تر ټولو ناندريزه مسئله همدا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې څرنګوالى و.

نوموړی همدارنګه په ډاګه کوي، چې په لومړنيو كلونو كې زمونږ او بوش تر منځ په نظرياتو كې ډېر بدلون نه لېدل كېده. زمونږ اړيكې له ۲۰۰۵ كال څخه را په دېخوا زمونږ د خرابه اړيكو فصل پيل شو، كله چې مونږ د ملكيانو د لومړنۍ وژنې شاهدان و، كله چې مونږ وليدل د ترهګرۍ پر ضد جګړه  په هغه ځاى كې، چې تر سره شوې واى تر سره نه شوه. مونږ غواړو له افغانستان څخه بهر د ترهګرو د پناځايونو او ښوونيزو مركزونو پر وړاندې مبارزه پر مخ ولاړه شي، نه دا چې ناټو او امريكايي پوځيان د افغانستان په كليو كې عمليات تر سره كړي او د افغانستان خلكو ته زيان ورسوي.

د فساد له پراختيا څخه اندېښنه بل مورد وو، چې ولسمشر ورته اشاره وكړه. مرستندوى هېوادونه فساد د افغان حكومت يوه ستره كمزوري بولي، خو افغان ولسمشر يو ځل بيا يادونه وكړه، چې د فساد ستر اړخ بهرنيان دي.

ولسمشر ووېل، زمونږ حكومت كمزورى شوى او د نورو حكومتونو په پرتله غېر موثر دی. مونږ تازه كارونه پېل كړي، خو ستر فساد، سل ميليون ډالريز فساد د افغانانو كار نه وو. اوس ټول پر دې پوهېږي. دا د بهرنيانو فساد وو. اصلي او فرعي تړونونه، پېچلي او ګونګ تړونونه، چې خلكو ته وركړل شول، او پېسې هر لور خپرې شوې، چې وفاداري وپېرل شي، پېسې چې هر طرف خورې شوې څو پورې په سياستونو او پلانونو كې د افغان چارواكو تسليمي وپيرل شي، چې د افغانستان خلك ورسره موافق نه دي. دا د فساد اصلي برخې وې.

په همدې حال كې ډېر افغانان په دې باور دي، چې اداري فساد له ناامنيو او نشه يي توكو وروسته د افغانستان پر وړاندې درېيمه ننګونه ده او اړينه ده، چې پر وړاندې يي په ګډه ملي او نړيواله مبارزه وشي.

Trending

Exit mobile version