تازه خبرونه

که له اوبو سم مدیریت وشي، افغانستان به له اقتصادي ستونزو راووځي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت مسولین وایی، که د هېواد له اوبو سم مدیریت وشي، افغانستان به له اقتصادي ستونزو خلاص شي.

دوی په دې برخه کې په ټولو سکتوري وزارتونو د ګډ کار غږ کوي.

په همدې وخت د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته خبرو کې وویل، په کور دننه د څلور اویا میلیارد متر مکعب اوبو د استفادې ظرفیت شته، چې کولای شي افغانستان له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا کړي.

دی وایي، لا هم فرصت شته چې له دغو اوبو سالمه استفاده وشي.

نصیر احمد درانی د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر:

موږ داوبو ډيرې غني سرچیني لرو؛ خو باید سم مدیریت یې وشي څو موږ له وارداتي بریښنا او غذایی توکو په برخه کې په ځان بسیا شو.

د انرژۍ او اوبو وزارت مسولین وایی، افغانستان ۷۵ ملیارد مترمکعب اوبه لري چې ۱۸ ملیارد مترمکعب د ځمکي لاندې اونورې له سیندونو دي.

دوی وایي، د دغو ټولو اوبو یواځې څلورویشت سلنه په کور دننه مصرف کیږي؛ خو نورې له هېواده بهر وځی.

محمدسمیع د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال:

له اوبو د منظم مدیریت په بنسټ کولای شو دا ستونزه هواره کړو. دمګړۍ د هیواد په پنځو حوزو کي په شلو او وړو بندونو کار روان دی چې په بشپړیدو سره به يي تر ډېره اغیزې مثبتې وي.

که څه هم غونډې کې دا ونه ویل شول چې څومره پیسو ته اړتیا ده څو له هېواده بهېدونکې اوبه کنترول شي؛ خو د انرژۍ او اوبو وزارت مسولین وایي، د اوبو د کابو کولو لپاره پروګرامونه جوړ شوي چې تطبیق یې نړیوالې مرستې غواړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version