تازه خبرونه
که له پاکستان سره شته ستونزې د حل وړ نه وي، نو باید بدیلې لارې ولټول شي – غني
ولسمشر محمد اشرف غني خپل اقتصادي سلاکار، د ترانسپورت او سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو سرپرستانو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې پرتې ستونزې حل کړي.
ولسمشر ویلي، که په دغې موده کې شته ستونزې د حل وړ نه وي، نو باید بدیلې لارې ولټول شي.
ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له غړیو او مسولینو سره په ارګ کې د کتنې په مهال دغه خبرې کړي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني همدارنګه په ارګ کې د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې له غړیو او مسولینو سره لیدنه کې ویلي، افغان حکومت چمتو دی چې په افغانستان کې د سوداګرو مشروع پانګونو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
ولسمشر باور لري چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره باید دواړه لوري ګډې هڅې وکړي، کوم دریځ چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د مسولینو له ملاتړ هم برخمن دی.
خان جان الکوزی دافغانستان او پاکستان دګډې سوداګرۍ خونې رییس:
زه د ولسمشر له دغه دریځ څخه ملاتړ کوم چې د خپلو سوداګرو ستونزو د څیړني په مو خه يي لري.
ښاغلی الکوزی وایي لا هم په کراچۍ کې د افغان سوداګرو مالونه ځنډول کیږي او د واګې بندر ته افغان سوداګر لاس رسی نه لري.
د نوموړي په وینا، په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل لپاره ولسمشر خپل اقتصادي سلاکار، د ترانسپورت او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستانو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې دغه ستونزې حل کړي، له دې پرته د بدیلو لارو په فکر کې شي.
څو ورځې وړاندې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسولینو خبرداری ورکړی و چې له دې وروسته به په اقتصادي برخه کې د پاکستان د هر اقدام په وړاندې ورته ګام پورته کړي، وبه لیدل شي چې افغان چارواکي د دغو ستونزو د حل لپاره څه کوي.