بلخ @ps

که مې غوښتنه سمه ونه څېړل شي، د خپلو خلکو په ملاتړ به د دوستم په وړاندې ودریږم- ایشچي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

احمدایشچي آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې که دوسیه یې د غوښتنې له مخې ونه څېړل شي، له خپلو خلکو سره به د دوستم پر وړاندې د عدالت غوښتنې لپاره ودریږي.

د ولسمشر پر لومړی مرستیال تور دی، چې د خپل ګوند پخواني مرستیال دري شپېته کلن احمدایشچي یې له جنسي ځورونې سره مخ کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د دغې قضیې څېړلو ته مټي بډ وهلي، لویې څارنوالۍ یو پلاوی څېړنو ته ګمارلی دی.

د جوزجان پخوانی والي احمدایشچي  څرګنده کړې؛ که ولسمري د ده دوسیه سیمه ونه څېړي؛ د عدالت غوښتنه به وغزوي.

د نوموړي په وینا؛ خلک له ده سره دي او په دې اړه یې بشپړ ملاتړ لري.             

    د جنبش ملي اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج له دې مخکې ویلي وه؛ دا یو تور دی، چې د ولسمشر پر لومړي مرستیال پورې شوی او هغه دا کار نه دی کړی.

هغه زیاته کړې، چې دا یوه سیاسي توطعه ده او د ولسمشر لومړی مرستیال  مکلف نه دی، چې په دې برخه کې څارنوالانو ته ځواب ورکړي.

د احمد ایشچي تورونو حکومت له یو لړ ننګونو سره مخامخ کړی او د ولسي جرګې اندېښنې هره ورځ  د پراختیا په حال کې دي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وایي، دې پېښې دولت بدنامه کړ او په دې اړه زمونږ غوښتنه داده، چې عدلي او قضایي ارګانونه په بشپړ ډاډ دغه دوسیه رښتینې وڅېړي او قانوني کړنه تر سره کړي.             

د افغانستان د اساسي قانون د نهه شپیتمې مادې له مخې؛ د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو د محاکمې لپاره د ولسي جرګې د دوه ثلثه رایو له تائید وروسته، لویه جرګه په یوې میاشت کې جوړیږي او د ولسي جرګې دغه پرېکړه تصویبوي.  

که ولسمشر د لویې څارنوالۍ په غوښتنه د خپلو مرستیالانو له ګوښه کیدو سره هوکړه وکړي، کیدلی شي دغه قضیه د عادي وګړو په څېر وغزوي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version