تازه خبرونه

که هند په کابل کې د سفارت پرانیستې ته لیواله وي؛ نو د تېر حکومت له چارواکو سره دې اړیکې پرې کړي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۱)

په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر وايي، که هند له اسلامي امارت سره د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګولو په لټه کې وي؛ نو په کابل کې دې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي؛ که هند غواړي، چې په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي، باید له پخوانیو حکومتي چارواکو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

هغه وايي، اسلامي امارت د سیاسي استازولیو د بشپړ امنیت تامین ته ژمن او د ټولو هندي ډیپلوماټانو د امنیت ټینګولو ته چمتو دی.

د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي دا هم ويلي، چې ښوونځيو ته د نجونو د بېرته تګ د آسانتیاوو لپاره یې یوه کمیټه جوړه کړې، چې په اړه به یې ډېر ژر پرېکړه وشي.

سهیل شاهین څرګندوي؛ هند کولی شي په افغانستان کې خپلې ټولې نیمګړې پروژې بشپړې کړي او پر نویو پروژو پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړې؛ د هند په ګډون د ټولو بهرنیو دیپلوماتانو امنیت ته مونږ ژمن یوو. دا زمونږ مسوولیت دی او مونږ بشپړ امنیت برابر کړی دی. هند کولی شي په افغانستان کې خپلې اقتصادي پروژې بشپړې کړي او نوې پروژې پیل کړي؛ خو هند باید له پخوانيو دولتي چارواکو سره همکاري ونکړي. اسلامي امارت چمتو دی، چې له دغه هېواد سره د دوه اړخیزو هېوادنیو ګټو پر بنسټ اړیکې ولري.

هغه زیاتوي، چې اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت لپاره ټول اصول پوره کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي.

هغه ټینګار کړی، چې مونږ د نړیوال مشروعیت لپاره ټول اړین شرایط  برابر کړي؛ امنیت تامین شوی، مونږ د خلکو ملاتړ لرو، پولې مو تر څارنې او کنټرول لاندې دي. له مونږ سره باید د سیاسي انګېزو پر بنسټ چلند ونشي.

د تېر کال د اګست پر پېنځلسمه د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راپدیخوا شاوخوا شل هېوادونو او اروپايي ټولنې په افغانستان کې خپلې استازولۍ او سفارتونه پرانستي دي او همدارنګه په روسیه، چین، ایران، پاکستان، قطر، ترکمنستان او یو شمېر آسیایي هېوادونه کې سیاسي استازي لري.

Trending

Exit mobile version