1393ټاكنې
که ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې نو تېروتنې او نیمګړتیاوې باید تکرار نشي
د ټاكنو څارونكي بنسټونه د ټاكنو له خپلواك كميسيون څخه غواړي، چې كه ټاكنې دوهم پړاو ته ولاړې نو د هغو تېروتنو او نيمګړتياوو د تكرار مخه ونيسي، چې د وري د شپاړسمي نېټي په ټاكنو كې را منځته شوې.
د ولسمشريزو ټاكنو د لومړنيو پايلو له اعلام وروسته دوهم پړاو ته د ټاكنو د تګ احتمال ورځ تر بلې زياتېږي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند فهیم نعیمي وايي، كه ټاكنې دوهم پړاو ته ځي نو د ټاكنو خپلواك كميسيون بايد د دوهم پړاو ټاكنو شفافيت يقيني كړي او ټولې هغه نيمګړتياوې پوره كړي، چې د وري په شپاړسمه را منځته شوې.
كابل ښاريان كه څه هم دوهم پړاو ته د ټاكنو تګ له ستونزو او درغليو خالي نه بولي خو زياتوي، چې دوى بيا هم تيار دي، چې په دوهم پړاو كې هم خپلې رايې وركړي.
د لومړنيو پايلو له مخې تر اوسه كوم كانديد د بريا لپاره ۵۰ جمع يوه رايه نده تر لاسه كړې.
د ټاكنو مخكښ كانديدان اوس د ټاكنو وروستيو پايلو ته په تمه دي، چې له هغه وروسته به د ټاكنو برخليك معلوم شي.