نړۍ
که ټرمپ ولسمشر وای، روسیې به پر اوکراین یرغل ته زړه نه ښه کاوه – امریکایان
د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې؛ اکثره امریکایان پدې باور دي، چې که ډونالډ ټرمپ ولسمشر پاتې شوی وای؛ ولادیمیر پوتین به پر اوکراین پوځي برید ته زړه نه ښه کاوه.
دغه سروې د امریکا د هاروارډ سیاسي مطالعاتو مرکز او هاریس موسسې په ګډه تر سره کړې ده.
د دغې سروې او نظرپوښتنې له مخې: ۶۲ سلنه ځواب ورکوونکي په دې باور دي، چې که ټرمپ د جوبایډن پر ځای ولسمشر شوی وای؛ پوتین اوکراین ته روسي پوځیان نه لېږدول.
د ګارډین بریټانیوي ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دغه نظرپوښتنه دا هم ښيي، چې ۵۹ سلنه امریکایان پدې باور دي، چې پوتین دا برید؛ ځکه کړی، چې بایډن یې کمزوری ګڼلی دی.
د دغې نظر پوښتنې ۳۸ سلنه امریکایان پدې باور دي، چې که د امریکا ولسمشر هر څوک وای؛ پوتین به بیا هم پر اوکراین برید کړی و.
ټرمپ د شنبې پر ورځ په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې که ولسمشر شوی وای، پوتین به پر اوکراین یرغل نه وای کړی.
هغه دغه راز ویلي: زه د ۲۱مې پېړۍ یوازنی ولسمشر وم، چې د واکمنۍ پر مهال مې روسیې پر نورو هېوادونو له یرغله ډډه کړې ده.
پر اوکراین د روسیې بریدونه د پنجشنبې پر ورځ پیل شول؛ سلګونه خلکو ته مرګ و ژوبله اوښتې او لسګونه زره نور بې ځایه شوي دي.