تازه خبرونه

که پاکستان توغندیز بریدونه بند نه کړي له ځوابیه برید سره به مخ شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کونړچارواکي وايي، که پاکستان توغندیزبریدونه بند نه کړي له ځوابیه برید سره به مخ شي.
كونړ يو ځل بيا د پاكستان له خاورې د توغنديو تربريدونو لاندې راغلى. د كونړ والي شجاع الملک جلاله خبردارى ورکړی، چې که پاکستان توغندیزبریدونه بند نه کړي نو د دوی له ځوابیه برید سره به مخ شي.
د کنړ والي همدارنګه زیاتوي، چې پاکستان یوځل بیا د تېرو څلور ویشت ساعتونو راهیسې د کنړ پر سرکاڼو، دانګام اوناړۍ ولسوالیو لسګونه مرمۍ ویشتلي.
نوموړی له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د دې ستونزې په حل کې د افغان دولت لاس نیوی وکړي.
پاکستان دا بريدونه په داسې حال كې كوي، چې په کابل کې د پاکستان، افغانستان او ناټو استازي د ډيورنډ كرښې په شاوخوا كې په امنيتي ستونزو غږېږي.
د ختیزو ولايتونو یو شمېراوسېدونكي وايي، د پاکستان تېریو نوره د صبر کاسه ډکه کړې.
دوی پرنړیوالو ځواکونو هم نیوکه کوي، چې د دې ستونزې په اړه چوپه خوله دي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه په ختیځ کې د سرحدي پولیسو د مسئولینو نظر هم واخلو، خوهغوی په دې اړه له څه ویلو ډه وکړه.

Trending

Exit mobile version