تازه خبرونه

که په څارنوالۍ کې له لس دقیقو ډېر پاتې شم، هېواد به اور واخلي-سید اسحاق ګیلاني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د خلکو د ملي نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څه موده وړاندي په اسلام آباد کي یوې ناستې ته ویلي وه، چی هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلی، چي وروسته بیا ملی امنیت د هغه خبرې د هېواد د ملي ګټو خلاف وبللی او له همدې کبله د خپلو وروستیو څرګندونو له کبله لویې څارنوالۍ غوښتی و، چې توضیحات ورکړي.

ښاغلی ګیلاني د سې شنبې پر ورځ(د وري ۱۴) له خپلو یو شمېر پلویانو او مریدانو سره د دې بنسټ د ملي امنیت څانګې ته ورغی او داسې ګواښ یې کړی دی: په ښکاره وایم، چې که په څارنوالۍ کې له لس دقیقو ډېر پاتې شم، هېواد به اور واخلي!

د افغانستان د خلکو د اسلامي نهضت رییس سید اسحاق ګیلاني په لویې څارنوالۍ کې شل دقیقې تېرې کړې او  له دې ادارې څخه یې د راوتو پر مهال وویل: زمونږ په خاوره کې هم هندیان، هم پاکستانیان، هم امریکایان او هم انګلیسان لاسوهنه کوي. د امریکایانو بې پلوته الوتکو د افغانستان له خاورې الوت کړی او د پاکستان خاوره یې بمبارد کړې او یو شمېر خلکو ته یې زیانونه اړولي دي. اوس پاکستان د دغو بریدونو قصد له امریکایانو اخیستلی نشي او هغه د افغانستان له بېوسي ملته اخلي.

نوموړی اوس هم پخپلې خبرې ولاړ دی او وایي: هند او امریکا د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې حضور لري.

ښاغلي ګیلاني تر اوسه د لویې څارنوالۍ غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی؛ خو یو زیات شمېر پلویان یې، چې د څارنوالۍ ملي امنیت ته ورغلي وه او ضرب الاجل یې هم وټاکه وایي، چې ولې یې مشر لویې څارنوالۍ غوښتی دی؟

اعتراض کوونکی نورآغا منګل وایي: ښاغلي ګیلاني حقیقتونه څرګند کړي او حکومت باید د هغه په وړاندې ناسم ګام پورته نکړي.       

زیارمل نومي یو بل اعتراض کوونکي ویلي، چې: حکومت د ښاغلي ګیلاني په وړاندې د دسیسې جوړولو هڅه کوي؛ مونږ یې مریدان یو او دا اجازه نه ورکوو.

د افغانستان د ساداتو قومي شورا رییس سید ناصرعطایي وایي: د پیر صاحب په خبرو کې هیڅ شک نشته. دا رښتیا دي. په افغانستان کې دننه زرګونه لاسونه کار کوي او مونږ هم پرې پوهیږو.       

لویه څارنوالۍ وایي، د ګیلاني دوسیه د څېړنې په حال کې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي زیاتوي:  زمونږ همکارانو د هغه په اړه څېړنې کړي او اوس هم روانې دي. د خوښۍ ځای دی، چې نوموړي نن د ملي امنیت څانګې ته ورغی، له قانون څخه سرغړونه رامنځته نشوه او دا یوه غوره کړنه ده.      

ښاغلی ګیلاني پخپلو  خبرو ولاړ دی او له افغان حکومت غواړي، چې نور هېوادونه لاسوهنو ته پرینږدي.

خبریال: علي اصغري

Trending

Exit mobile version