تازه خبرونه

که پېرودونکي پورونه ورنکړي؛ د وارداتي برښنا پرېکولو شونتیا دېره ده

Published

on

تازه څرګندونې ښیي، چې برښنا شرکت پر پېرېدونکیو نږدې پېنځه سوه میلیون ډالر پور لري. په داسې حال کې، چې افغانستان د برېښنا له صادروونکیو هېوادونو نږدې دوه شپیته میلیون ډالر پوروړی دی.

له برښنا شرکته د پېرودونکیو پورونو د وارداتي برښنا د پرېکېدو اندېښنې رامنځته کړي دي.

د برښنا شرکت پخواني مشر داوود نورزي ویلي، چې که برښنا شرکت خپل پورونه ورنکړي؛ ښایي په ژمي کې برښنا نه وي.

برښنا شرکت هم تائیدوي، چې د هغو هېوادونو پور پرې شته، چې برښنا ترې واردوي.

برښنا شرکت په افغانستان کې د وارداتي برښنا د پرېکولو د شونتیا په اړه اندېښنو ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې تر دا مهاله د برښنا د صادروونکیو لخوا ورته هیڅ راز خبرداری ورکړ شوی ندی.

په برېښنا شرکت کې مسوولینو ویلي، چې که پوروړي پیسې ورنکړي؛ ملکیتونه به یې لیلام شي.

د برښنا شرکت عملیاتي سرپرست صفي الله احمدزی وایي: پر سیاسیونو او پېرېدونکیو یو څه پیسې پاتې دي؛ مونږ د پورونو د تر لاسه کولو لپاره پر یوه میکانیزم کار کوو، چې له بشبړېدو سره به یې له پوروړیو سره قانوني چلند تر سره شي.            

د نوموړي د څرګندونو له مخې ډېري پوروړي مو سوداګریز شرکتونه، سیاسی مشران او پخواني حکومتي مسوولین او زورواکي دي، چې اوس له افغانستان څخه وتلي؛ خو ۵۰۰ میلیون دالر پوړوړي دي. که پیسې  ترې تر لاسه نشي؛ نو ملکیتونه به یې لیلام شي.

برښنا شرکت له دې مخکې هم د پورونو ټولولو هڅه کړې وه؛ خو ډېري پوروړي د دولت جګپوړي مسوولین او زورواکي وه.

خلک نیوکه کوي، چې عام خلک باید د پخوانیو حکومتي مسوولینو او زورواکانو د پورونو قرباني نشي.

د کابل اوسېدونکی غلام محبي وایي: که زورمندان ول او که هر څه؛ اوس نشته او نه یې د زور وخت دی. اوس هغه وخت رارسېدلی، چې حق حقدار ته وسپارل شي. که کور، موټر او یا بل څه لري باید بیت المال ته وسپارل شي.        

کابل ښاریان له نړیوالې ټولنې او یوناما غواړي، چې د برښنا بېلونه پرې کړي او پرېنږدي، چې خلک بې برښنا شي.

زدکړیاله صبحانه وایي: له نړیوالو څخه زمونږ غوښتنه داده، چې له مونږ سره مرسته وکړي او د برښنا پورونه پرې کړی، چې مونږ په رڼا کې خپلې زدکړې وکړو.   

عبدالخالق میاخېل له اسلامي امارته غواړي، چې د پوروړیو زورواکانو ملکیتونه وپلوري او خلک دې له برښنا نه بې برخې کوي.

افغانستان هرکال د نږدې درې سوه میلیون ډالرو پر ارزښت له ګاونډ هېوادونو برېښنا پېري. د دې برښنا ستره برخه د مرکزي آسیا له هېوادونو واردیږي. په دې هېوادونو کې تاجکستان هم دی، چې اړیکې یې له اسلامي امارت سره ترینګلې شوي او که دا حالت دوام وکړي؛ شونې ده، چې دا هېواد خپله برښنا بنده کړي.

Trending

Exit mobile version