سیمه ییز خبرونه

که چېرې د ولسمشرۍ نوماندان د درغلۍ هڅه وکړي عدلي او قضائي بنسټونو ته به معرفي شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هرې ورځې په تېرېدو سره د ټاکنيز کمپاین د پای ته رسېدو ورځ رالنډېږي او کانديدان هم هڅه کوي، چی د هېواد په ګوټ ګوټ کی خلک ځان پلو راجلب کړي.

له بله پلوه د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنر سرير احمد برمک خبرداری ورکوي که چېرې د ولسمشرۍ او ولایتي شورګانو نوماندان هڅه وکړي، چې په درغلیو لاس پورې کړي د نوموړي کمیسیون له لوري به عدلي اوقضایي بنسټونوته ور وپېژندل شي.

سره لدې، چې ښاغلی برمک له کوم ځانګړي نوماند نوم یاد نه کړ خو یاده یی کړه، چی د ولسمشرۍ ټاکنو ته دوه نوماندان د درغلیو په تور عدلیی او قضایی ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

همداراز ښاغلی برمک د دغه کمیسیون تېاریو ته اشاره کوي او وایي، چې نوموړی چمتو دی، چې اړين توکي په ځانګړې نېټی د ټاکنو څخه مخکې د هېواد لیرو پرتو سیموته ولېږدوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوځل بیا د ولسمشری او ولایتی شوراګانو د ټاکنو د ځانګړې نېټې یعنې د وري په شپاړسمې په ترسره کېدو ټينګار وکړ.

Trending

Exit mobile version